
سوریه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفینو د یووالي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
سوریه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفینو د یووالي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د قطر په پلازمېنه دوحا کې د سوري حکومت د مخالفینو تر منځ د اتحاد په اړه غونډې د یکشنبې په ګهیځ هم دوام درلود.
غونډه کې د ګډونکوونکو استازو په حواله ویل شوي دي، چې د سوريې د حکومت مخالفین د بنسټیزو ټکو په اړه یوه خوله شوي دي.
اې ایف پي خبري اژانس د سوریې د حکومت د یوه مخالف مشر سهیر اتاسي له قوله ویلي، چې" زموږ تر منځ د سوریې په کچه د یوه متحد اپوزېسیون د رامنځ ته کولو لپاره په بنسټیزو ټکو یووالي راغلی او د یکشنبې په ورځ به موږ په دې لړ کې نورو خبرو اترو ته دوام ورکړو."
بل لور ته د فعالانو د یوه مهم مشر ریاض سیف له قوله ویل شوي دي، چې د بېلا بیلو فعالانو تر منځ د متحد اپوزېسیون د رامنځ ته کېدو په اړه ۹۰ سلنه یوالی موجود دی.
د امریکا متحده ایالات او نور لوېدېځ هېوادونه د سوریې د حکومت پر مخالفینو فشار اچوي، چې باید د متحد کېدو لپاره خپل منځي جوړ جاړی وکړي.
"زموږ تر منځ د سوریې په کچه د یوه متحد اپوزېسیون د رامنځ ته کولو لپاره په بنسټیزو ټکو یووالي راغلی او د یکشنبې په ورځ به موږ په دې لړ کې نورو خبرو اترو ته دوام ورکړو."
سهیر الاتاسي
(د سوریې ملي نوښت) تر سرلیک لاندې د وړاندیز شوي اتحاد هدف د سوریې د سیاسي او وسله وال اپوزېسیون یوځای کول او د بشار الاسد د حکومت په ضد د یوه باوري مشرتابه رامخ ته کول دي.
بل لور ته ویل کیږي چې له سوریې نه بهر د سوري فعالانو (سوري ملي شورا) نومي تنظیم مسوولین فکر کوي، چې د نوي اتحاد له رامنځ ته کېدو سره به د دوی اهمیت لږ شي.
سوریه کې له تېر مارچ راهیسې، چې د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد د حکومت په ضد خونړی احتجاج پیل شوی، د بشار الاسد حکومت د مخالفانو په وینا نژدې ۳۵ زره کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مسوولینو په وینا سوریه کې ۱۲۰ زره کسان بې کوره شوي او تر دوه ملیونه ډېر کسان مرستې ته اړتیا لري.
د سوریې حکومت په دغه هېواد کې د مرستندویه موسسو رول محدود کړی دی.
سوریې ته د مرستو رسولو د شونیتا لپاره دوحا کنفرانس داسې مهال کیږي، چې د نړیوال سره صلیب مشر ویلي، چې اداره یې د سوریې د اړو کسانو ډېرېدونکې اړتیاوې نه شي پوره کولای.












