
د نیویارک ښاروال مایکل بلومبیرګ ویلي، د اوبو څپو د تمو ډېرې لوړې دي.
د سنډې توپان څپې د امریکا متحدو ایالتونو ختيځو ساحلي سیمو ته رسېدلې، چې ورسره د سختو بادونو او بارانونو له کبله لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
په واشنګټن کې خبریالان وايي، چې د نیویارک، لونګ ایلانډ او نیوجرسي واټونو کې اوبه راغلې دي.
تلوېزیوني انځورونه ښيي چې په یادو ښارونو کې د اورګاډو د تګ راتګ او د ګاډو چارې په پټه درېدلې دي.
فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې په کاناډا او امریکا کې ددغه توپان څپو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي.
د نیویارک، نیوجرسي، پنسلوانیا، ویرجینیا او شمالي کارولینا د ایالتونو د چارواکو له خولو ویل شوي، چې په تېره دوشنبه د سنډي توپان څپو ۱۲ کسان وژلي.
خو د کاناډا د تورنټو ښار پولیس وايي، چې یوه ښځه بادونو پسې اخیستې او په اوبو کې یې وژلې ده.
د نیویارک ښاروال مایکل بلومبیرګ ویلي، د اوبو څپو د تمو ډېرې لوړې دي.
بلومبیرګ یوه خبري کنفرانس ته وویل، په منهاټن کې د اوبو څپو نژدې ۲۵۰ زره کورونه ویجاړ کړي، ځکه چې هلته کرۍ شپه برېښنا نه وه، چې ښايي د سې شنبې تر ګهيځ ناوخته دا لړۍ دوام ومومي.
د ختيځې امریکا په ساحلي سیمو کې له برېښنا شاوخوا ۲.۸ میلیونه کسان بې برخې شوي دي.
سېلابونه

ولسمشر بارک اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د سنډي توپان جدي ونیسي.
سنډي توپان اوس له سمندري توپان وتلی او وچې ته ننوتی دي، چې په یوه ساعت کې د ۸۵ میله تېز باد لړۍ هم ورسره ملګرې شوې ده.
د بادونو د ارزونې ملي امریکايي مرکز ویلي، اتلانتیک ښار ته نژدې سیمه هم سختو بادونو او شړقنده باراونو زیانمنه کړې ده.
د نیویارک، لانګ ایلانډ او نیو جرسي واټونه او سړکونه هم اوبو پسې اخیستې دي.
روان توپان په امریکا کې نژدې ۵۰ میلیون کسان اغېزمن کړي، سلګونه زره کورونه خالي شوي، د نژدې یو میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده.
د امریکا د بېړنیو حالاتو ځینو ادارو ویلي، چې د توپان له کبله په ساحلي ختیځو ښارونو کې زرګونه هوايي الوتنې درېدلې، او د عامه لېږدونې چارې په ټپه ولاړې دي.
ولسمشر بارک اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د سنډي توپان جدي ونیسي.












