
کیوبا کې توپان ددوو وګړو کورونه ویجاړ کړي دي.
امریکا ته له کیوبا او هایتي څخه پر لاره سنډي توپان لږترلږه ۲۱ کسان وژلي دي.
هوا پېژندونکي اټکل کوي، چې دغه توپان به له ژمني توپان سره یوځای شي چې زور به یې دوه برابره ډېر هم شي.
په وژل شوو کې یوولس کسان د کیوبا دي.
نهه نور کسان په هایتي او یو هم په جامایکا کې وژل شوي.
د کیوبا په وژل شوو کې یو څلور میاشتنی ماشوم او یو ۸۴ کلن عمر خوړلی سړی هم دی.
ډېری دغه کسان پر هغوی د کورونو د رالوېدو له کبله مړه شوي.
له ۲۰۰۵ کال راهیسې، دا په کیوبا کې تر ټولو ډېر خونړی توپان ګڼل شوی دی.
هوا پېژندونکي اټکل کوي، دغه استوايي توپان په امریکا کې له ژمنیو سړو هواوو سره یوځای کېږي، چې راتلونکې اوونۍ په ختیځه امریکا کې ګډوډۍ رامنځ ته کولی شي.
د هوا پېژندونکو وړاندوېینه ده، په جنوب ختیځ کې له فلوریډا ایالته تر شمال ختيځ "مین" ایالت پورې دغه توپان احساس کېدلی شي.
د سندي توپان مرکز په تېره پنجشنبه ۱۷۰ کیلومتره لیرې ښودل شوی و.
تېروالی یې لږترلږه په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره اټکل شوی دی.
د امریکا فلوریډا په جنوب کې، د جمعې پر ورځ ښوونځي رخصت شول، او باهاماس ته ځینې الوتنې هم وځنډول شوې.












