د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس باراک اوباما د یوه ستر بحري توپان (سینډي) د رارسېدو په درشل کې د خپل هېواد د بېړنیزو حالاتو د ادارو له مشرانو سره په ټیلفونې کنفرانس کې د حالت لپاره د چمتو والي په اړه خبرې اترې کړې.
احتمال دی، چې دغه توپان به د روانې اونۍ په اوږدو کې د امریکا ختیځو ساحلونو ته ورسیږي. هوا پېژندونکي وايي کیدای شي دغه توپان ډېر خطرناک شي او د ژمي په سخته هوا کې ګړندي ساړه بادونه او بحري څپې هم له ځان سره ولري.
په امریکا کې د جمهوري ریاست لپاره له انتخاباتو مخکې راتلونکې اوونۍ خورا مهمه بلل کیږي. جمهور رییس اوباما او سیال کاندید یې مېټ رامني د بحري توپان د راتګ له امله د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال وېش کې بدلون راوستلو ته اړ شوي دي.












