
احتمال دی چې (سنډي) توپان د دوشنبې او یا سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته ورسیږي.
په کریبین ټاپو ګانو کې له ورانکارۍ وروسته (سنډي) نومي بحري توپان د امریکا پر لور د خوځښت په حال کې دی.
له همدې امله د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره جاري کمپاین هم متاثر شوی دی.
احتمال دی چې (سنډي) توپان د دوشنبې او یا سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته ورسیږي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دغه توپان له امله په خپل هېواد کې د زیانونو د مخنیوي په لړ کې د بېړنیو حالاتو د ادارو له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.
هوا پېژندونکي وايي کیدای شي دغه توپان له لوېدېځې امریکا نه له راتلونکو بادونو سره له ملګري کېدو وروسته ډېرخطرناک شي.
د امریکا دوه ایالتونه اوهایو او فلوریډا چې د ټاکنیز کمپاین مهم ډګر بلل کیږي، د دغه توپان په لاره کې پراته دي.
د ماهرینو په خبره داسې احتمال شته چې له همدې امله په دې دواړو ایالتونو کې رایې اچونه هم متاثره شي.
داسې احتمال هم څرګندیږي، چې شاید د سخت ساړه موسم او ګړندیو سړو بادونو له امله له ټاکنیز کمپاین سره سره د نومبر په شپږمه نیټه د رایې اچونې بهیر هم متاثر شي.
د امریکا د بېړنیز حالت د سمبالښت فدرالي ادارې مشر کریګ فیوګیټ وايي ، خطر یوازې د ساحلي سیمو لپاره نه دی، بلکې یوې لویې سیمې ته متوجه دی.
د نوموړي په خبره داسې احتمال شته، چې د دغه توپان له امله تر ۶۰ ملیونه پورې امریکایان متاثر شي.
د دغه توپان له امله تېره اوونۍ په کریبین ټاپو ګانو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول.
ټاکنیز کمپاین
په امریکا کې د جمهوري ریاست لپاره له ټاکنو مخکې راتلونکې اوونۍ خورا مهمه بلل کیږي.
جمهور رییس اوباما او سیال کاندید یې مېټ رامني د بحري توپان د راتګ له امله د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال وېش کې بدلون راوستلو ته اړ شوي دي.
میټ رومني د یکشنې په ورځ په ورجینیا ایالت کې، چې د ټاکنو په لړ کې خورا مهمه سیمه بلل کیږي، په ټاکل شویو ټاکنیزو مراسمو کې د ګډون پراګرام لغو کړ او اوس نوموړی اوهایو ته ځي.
"خطر یوازې د ساحلي سیمو لپاره نه دی، بلکې یوې لویې سیمې ته متوجه دی."
کریګ فیوګیټ
بل لور ته د سپیني ماڼۍ ویاند جې کارني وايي ولسمشر باراک اوباما هم د دوشنبې پرځای د یکشنبې په ورځ فلوریډا ته ځي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر بل کلینټن سره لیده کاته او د سې شنبې په ورځ په کولارډو ایالت کې ټاکنیز لاریون لغو کړل.
د نوموړي په خبره ولسمشر اوباما له سپینې ماڼۍ څخه د توپان د راتلو د بهیر څارنې پرېکړه کړې ده.
په امریکا کې د بي بي سي خبریاله بریجیټ کېنډل چې په دغه هېواد کې د ټاکنو بهیر څاري، وايي چې د دواړو کاندیدانو لپاره اوسنی حالت ډېر مهم دی او دا به وکتل شي، چې ولسمشر اوباما د دغه قدرتي افت د سمبالښت په اړه څه کوي او رومني له دغه حالت نه څه ډول سیاسي ګټه اخلي.












