د امريکا ولسمشر بارک اوباما امريکايانو ته خبرداری ورکړی چې د هېواد ختيز سمندرغاړي ته يې نژدې کېدونکی ځواکمن توپان جدي وګڼي.
سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر په اوهايو کې له ټاکنيزو منډو ترړو وتلی او د حالت څارنې په موخه واشنګټن ته ستون شوی دی.
ښاغلي اوباما له خلکو غوښتنه وکړه چې لارښونو ته غوږ شي.
له دې مخکې د نيويارک ښاروال (مايکل بلومبورګ) له ټيټو پرتو سيمو د ۳۷۵ زره خلکو د ايستلو امر ورکړی و.
د نيويارک بندر تړل شوی، او څه د پاسه ۵ زره الوتنې ځنډول شوې دي.
د بسونو او مځکې لاندې اورګاډي تګ راتګ درېدلی، او نن دوشنبه به ښوونځي هم تړلي وي.












