
مخالف ځواکونه وايي پوځ د ٢٤ ساعتونو لپاره د درعا پر سيمې درنې وسلې او توپونه کارولي.
د سوريې د ولسي جرگې غړى نصير الحراري په کور له نظر بندۍ تښتېدلى او اردن ته اوښتى دى.
بل لوري ته له پلازمېنې دمشق څخه رپوټونه وايي چې پوځ د ښار په څنډو کې د مخالفانو پر سيمو بريدونو ته دوام ورکړى دى.
مخالف ځواکونه وايي پوځ د ٢٤ ساعتونو لپاره د درعا پر سيمې درنې وسلې او توپونه کارولي او ور پسې د ټانکونو په ملگرتيا پوځيانو کور په کور چپاو وړی دی.
په يوه بله پرمختيا کې د سوريې يوه جېټ جنگي الوتکه د لږ وخت لپاره د عراق فضايي حريم ته ننوته او تر درو دقيقو يې د القيام پر ښار تيټه الوتنه وکړه.
د ځايي امنيتي سرچينو له خولې رسنيو ويلي چې د سوريې جنگي الوتکو د عراق پولې ته نژدې د ابو کمال پر سوريايي کلي بمباري وکړه.
خپله په سوريه کې دولتي تلوېزيون پر حلب سيمې باندې بريدونه د پوځ زړور عمليات بولي او وايي ترهگرې ورانکارې ډلې او په پيسو اخيستل شوي تعقيبوي.
خو په لوېديځ کې ولسمشر اوباما او د برتانيا لومړى وزير دېوېد کېمېرون ولسمشر اسد ته خبردارى ورکوي چې که کيمايي وسلې وکاروي نو پر سوريې به د بريد په برخه کې پر خپلې تگلارې له سره غور وکړي.
د سوريې حکومت مخالفو ته د لوېديځ دغه خواخوږي ډېر زړه ډاډگېرنه نه ورکوي.












