د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي هېواد له سوريې نه د ور اووښتونکو مهاجرو له هجوم سره د مقابلې هڅې کوي.
احمد داود اوغلو يو ځلې بيا ملګرو ملتو ته پېشنهاد وکړ چې له جګړې د تښتېدونکو لپاره د سوريې دننه خوندي زون جوړ کړي.
ښاغلي اوغلو وويل ترکيه له ۱۰۰زرو زيات کډوال نه شي سنبالولی، په داسې حال کې چې په تېرو څو مياشتو کې ۷۰زره مهاجر دغلته ورغلي دي.
د تېرې اوونۍ په وروستيو کې ترکي چارواکو د سوريې په خاوره کې د خپلو مرستو وېش پيل کړی دی.
پر همدې مهال د ملګرو ملتو څارونکو د يکشنبې په ورځ په سوريه کې خپل ماموريت پای ته ورساوه.












