
ښاغلي اوباما ويلي چې واشنګټن په دې تړاو جزیات له نژدې څاري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې د سوريې د کیمیاوي وسلو لېږد او یا ځای پر ځای کول د امریکا لپاره د خطر زنګ دی.
په دې وروستیو کې داسې نا تایید شوي رپوټونه ورکړل شوي وو چې د سوريې چارواکي د هغه هېواد د پراخو ویجاړونکو وسلو زېرمې له خپله ځایه خوځولې دي.
ښاغلي اوباما ويلي چې واشنګټن په دې تړاو جزیات له نژدې څاري.
د بي بي سي خبریاله کېم غتاس وايي د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې په سوريه کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو کارول او خوځول را خوځول به يې پر سوريې باندې د پوځي یرغل په برخه کې د ده دریځ بدل کړي.
ښاغلي اوباما وويل که څه هم ده پر سوريې د پوځي مداخلې امر نه دی کړی خو امریکا یو شمېر احتیاطي پلانونه جوړ کړي دي.
ښاغلي اوباما زیاته کړه چې واشنګټن د ولسمشر بشر السد رژيم او په هېواد کې نورو چارواکو ته په ډاګه ويلي چې د پراخو ویجاړونکو وسلو کارونه او یا خوځونه به د سره څراغ په مانا وي او ډېرې پایلې به ولري.
ښاغلي اوباما پر دې هم اندېښنه وښوده چې دغه وسلې د اورپکو او ناخوندي کسانو لاسونو ته و نه لوېږي.
بارک اوباما وويل د سوريې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې نه یوازې د امریکا لپاره د خطر زنګ دی بلکې د اسراییل په شان يې په سیمه کې نورو ملاتړو ته هم د ژورې اندېښنې وړ دی.












