
امنيت شورا په سوريه کې د خپل ماموريت د غځولو لپاره دوه شرطونه ايښې و.
د ملگرو ملتونو امينت شورا په سوريه کې د خپل پوځي څارونکو د ايستلو پرېکړه په رسمي دول اعلان کړه.
د دغه ماموريت وروستۍ نېټه د يکشنبې د ماخستن پر ١٢ بجو پاى ته رسيږي.
د امينت شورا دغه ماموريت د سولې د پلان يوه برخه وه چې د ځانگړي استازي کوفي عنان له خوا وړاندې شوى وو.
ښاغلي عنان دوې اوونۍ وړاندې له دې دندې استعفا وکړه.
امنيت شورا په سوريه کې د خپل ماموريت د غځولو لپاره دوه شرطونه ايښې و.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا ريس جرادارود وويل چې دغه دواړه شرطونه نه دي پوره شوي.
د امينت شورا له خوا له سورېې څخه د پوځي څارونکو د ايستلو پرېکړه ناڅاپي نه ده، او دا جوتوي چې د ملگرو ملتونو سوله ساتي هدفونه هلته ناکامه شوي دي
امنيت شورا خپل څارونکي سورېې ته واستول چې د هغه اوربند څارنه وکړي چې د کوفي عنان په مټ رامنځ ته شو خو ونه پاېدى.
دغه څارونکي د مخ په زېاتېدونکي تاوتريخوالي له امله له سوريې څخه وځي ځکه چې نور د دوى لپاره ممکنه نه ده خپله دنده په سمه توګه پر مخ بوځي.
اوس ملگرو ملتونو پرېکړه کړې ده چې په سوريه کې يو سياسي دفتر پرانيزي چې د ټولو خواوو سره تماس وساتي او د هغې ورځي لپاره چمتو وي چې ښايي شرايط د سولې د خبرو لپاره اجازه ورکړي.
د ملگرو ملتونو يو جگپوړي چارواکي ايدموند مولت وايي په سوريه کې د ملگرو ملتونو حضور ضروري دى او زیاتوي دا روښانه ده چې په جگړه کې ښکېلي دواړه خواوې د جگړې لار خپله کړې ده او د سياسي روغې جوړې، تربگنې د درولو او منځگړيتوب لپاره ډېر لږ ځاى شته خو دا په دې مانا نه ده چې گواکې موږ له هر څه لاس په سر شو.
په سوريه کې به د نوي سياسي دفتر مشري يو نوي استازي ته وسپارل شي چې د کوفي عنان ځاى ناستی به وي.












