
د سوريې په حولا ښار کې درې میاشتې وړاندې تر سره شوې ټول وژنه په نړېواله سطحه وغندل شوه.
د ملګرو ملتونو پلټوونکو موندلې چې په سوريه کې د هغه هېواد د دولتي ځواکونو له خوا په تېر مې کې د څه باندې ۱۰۰ کسانو د وژلو په ګډون بشري ضد جنایتونه تر سره شوي دي.
په هغه رپوټ کې چې په سوريه کې يې د تېرو څو میاشتو کړکیچ څاره راغلي چې په هغه هېواد کې د شوو وژنو نه داسې ښکاري چې د سوريې دولت او پوځ لوړپوړي چارواکي په کې ښکېل وو.
پلټوونکو موندلې چې په سوريه کې جنګېدوونکو یاغیانو هم د وژنو او شکنجو په ګډون جنګي جنایتونو کې خپله برخه کړې خو په هغه اندازه نه دي لکه د حکومت هغه.
د سوريې په حولا ښار کې درې میاشتې وړاندې تر سره شوې ټول وژنه په نړېواله سطحه وغندل شوه.
د ملګرو ملتونو دغه رپوټ وايي د ۴۶ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه د سوريې حکومتي ځواکونو او ولسمشر اسد ته وفادارو ملېشو وژلي دي.
خو د سوريې دولت دا تورونه رد کړي او د پلټوونکو هغه ډله يې هم هېواد ته نه ده پرې اېښې چې ملګرو ملتونو ټاکلې وه.
دغه پلټوونکي وايي د تېر کال د فبرورۍ میاشتې نه يې تر دې جولای پورې د هغه هېواد د کړکیچ په اړه د هېواده بهر کډوالو سره د دواړو خواوو له لوري د شويو تېریو د معلومولو په موخه خبرې کړې دي.
رپوټ موندلې چې د سوريې په کړکیچ کې د سیستماتي سرغړونې امر د اسد په رژيم کې لوړ پوړو چارواکو ورکړی دی.
دغه پلټونکي وايي د سوريې مخالف جنګیالي هم د جنکي جرمونو په تور تورن دي خو وايي په هغه اندازه نه دي لکه د حکومت له لوري چې شوي دي.












