د سوریې په پلازمېنه دمشق کې هغه هوټل ته څېرمه درنه چاودنه شوې، چې د ملګرو ملتو د ادارې کارکونکي په کې دېره دي.
د سوریې دولتي تلویزيون وايي دغه یو بمي برید و چې د تیلو د یوه ټانکر په وسیله وشو، په دغه برید کې درې تنه عام کسان ټپیان شوي دي.
د ازادې سوریې د پوځ په نوم د سوریې د حکومت مخالفین وايي د دوﺉ هدف یوه پوځي غونډه وه.
بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزېر فیصل مېکداد دغه چاودنه یو تروریستې عمل وباله.












