
په صلاح الدین او ځینو نورو سیمو کې بیا د سوریې د ازاد پوځ او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو شبکې ویلي چې د تېرې جمعې پر ورځ د سوریې په حمص، دمشق او حلب ښارونو کې تازه نښتو او د تاوتریخوالي پېښو ۱۷۳ کسان وژلي دي.
پر همدې مهال حلب کې له حکومتي پوځ څخه ځینې پیلوټ افسران هم جلا شوي دي.
د همغږۍ سیمه ییزو جرګه ګیو ویلي چې یوازې د تېرې جمعې په ورځ دمشق او کليوالو سیمو کې ۴۰ کسان، حلب کې ۳۶ او درعا کې ۳۰ کسان وژل شوي چې په وژل شوو کې اته کسان سوځول شوي دي.
په وژل شوو او سېځل شوو کې ښځې او ماشومان هم دي.
وحشیانه بمبار
په حلب کې خبریالان وايي چې ددغه ښار پر ځینو کلیو او مېشت ځایونو سوري پوځ سختې بمبارې کړې او توپونه یې پرې ویشتلي دي.
همدا شان په صلاح الدین او ځینو نورو سیمو کې بیا د سوریې د ازاد پوځ او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
فعالینو دا د ویجاړیو او وژل شوو انځورونه خپاره کړي دي.












