د سوریې مرستیال ولسمشر فاروق الشرعه د دغه هیواد لپاره د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې له خوا د ځِانګړي استازي په توګه، د الجزایري دیپلومات اخضر ابراهیمي د ټاکلو هر کلی کړی دی.
د ښاعلي الشرعه دفتر وايي، مرستیال ولسمشر د ښاغلي ابراهیمي دهغه غوښتنې ملاتړ کوي، چې د خپل منځګړتوب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو والی غواړي.
د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او چین هم د سوریې لپاره د ځآنګړي استازي په ټوګه د ښاغلي ابراهیمي د ټاکلو هر کلی کړی دی.












