پنېتا: سوري نظام خپل ځان ته قبر کیندي

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا سوري نظام پر حلب ښار د "ړندو بریدونو" له اړخه خپل ځان ته د قبر کیندونکی بللی دی.
په داسې حال کې چې ایران یوځل بیا له سوري نظام مطلق ملاتړ اعلانی کړی، د سوریې ملي شورا اوس د انتقالي حکومت پر تشکیلولو خبرې کوي.
لیون پنېتا د تېرې یکشنبې پر ورځ وویل چې پر حلب ښار بریدونه ددې مانا لري چې ګني د بشارالاسد حکومت پر خپل تابوت مېخ وهي.
پنېتا دا څرګندونې تونس ته له سفر وړاندې کړي دي.
نوموړي ویلي چې "داسې ښکاري چې حلب کې د بشارالاسد د نظام له لوي پر خپل ولس ړوند تاوتریخوالی روان دی. خو دا کار شاید د دغه نظام د ختمېدو سبب وګرځي."
که څه هم پنېتا د خپل حکومت له لوري د سوریې په اړه د کوم ګام اخیستو په اړه څه ونه ویل، خو د اسد د نظام راپرځولو نړیواله غوښتنه یې وکړه.
نوموړي وویل چې د نظام د ړنګولو لپاره له ټلوالې سره مرسته اړینه ده.
پېنتا وویل، تمه لري چې پر سوري وضعیت به روانه اوونۍ له اسراییلي او اردني چارواکو سره وغږېږي.

د عکس سرچینه،
هغه له سوریې د کډه شوو خلکو په اړه هم اندېښنه وښوده.
انتقالي حکومت
پر همدې مهال، د سوریې د ملي شورا رییس عبدالباسط سیدا ویلي، ټلواله روانه اوونۍ د یوه داسې انتقالي حکومت پر تشکیلېدو غږېږي، چې د بشارالاسد له راپرځېدا وروسته هېواد اداره کړای شي.
نوموړي د اسد له شړلو مخکې د انتقالي حکومت جوړېدل ضروري وبلل.
سیدا زیاته کړه چې د حکومت زیاتره غړي د ټلوالې غړیتوب لري او ان د اسد د حکومت ځینې اوسني غړي هم له دوی سره یوځای کېږي.
خو نوموړي شرط کښېښود چې د اسد د نظام هغه غړي به ومني، چې "د ولسي وګړو په وینو یې لاسونه سره نه وي او نه یې د فساد په لویو دوسیو کې پیسې په بډو وهلې وي."
مطلق ملاتړ
بل پلو، ایران یوځل بیا د اسد د نظام مطلق ملاتړ اعلان کړی او د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر صالحي له خولې ویل شوي چې سوریه کې د نظام بدلول یو خیالي عمل دی.
نوموړي دا هم ویلي چې بشارالاسد د خپل ولس غوښتنې پرځای کړې دي.
صالحي د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې هر راز غلط ګام به د سوریې پر موضوع منفي اغېز وکړي.
هغه په سوریه کې د بدیل حکومت جوړېدل یو ساده عمل او تېروتنه بللې ده.

د عکس سرچینه، AFP
خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم له خپل ایراني سیال سره په خبري غونډه کې د سیمې هېوادونه، لکه ترکیه، عربستان او قطر سوریې ته د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د ځانګړي استازي کوفي عنان د سولې د پلان پر شنډولو تورن کړل.
المعلم ویلي، سوریه کې د دغو هېوادونو هر راز ښکېلتیا تاوتریخوالی پنځوي، او له ټلوالې سره د خبرو زمینه له منځه وړي.
هغه ادعا وکړه چې "وسله والې ترهګرې ډلې" د لوی دمشق د جګړې پلان لري، خو په څه کمه یوه اوونۍ کې هغوی حلب ته مخه کړه.








