پخوانی څارونکى د اسد رژيم ژر ختمېدونکى گڼي

د عکس سرچینه، AFP
په سوريه کې د ملگرو ملتونو پخوانى څارونکى نارويژنى جنرال رابرټ موډ وايي هغه ورځې شپې نژدې دي چى ولسمشر بشارالاسد د واک واگى له لاسه ورکړي.
خو جنرال موډ زياتوي چې د اسد پرځېدل په دې مانا نه دي چې د سوريي ١٦ مياشتنى اخ و ډب به ورسره ختم شي.
د سوريې ځواکونو د جمعى په ورځ (جولای/۲۷) په شمالي ښار اليپو باندې بيا بريد وکړ.
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى اندېښنه لري چې د سوريې ځواکونه به ډله ييزې وژنې وکړي.
د سوريې حکومت پلوې ورځپاڼه الوطن خبردارى ورکړى دى چې د دوى په ټکو د ټولو جگړو مور پېلېدونکې ده.
خو جنرال موډ وايي يوازې لږ وخت پاتې دى چې بشارالاسد بې واکه شي حال دا چې د ده ځواکونه تر حد زيات زور کاروي.
په يوه جلا پرمختيا کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې دواړو غاړو ته خواست کړى دى چې پر ملکي وگړو پام وکړي.
کمشنرې وويل له دمشقه په ناتاييد شويو رپوټونو کې ښوول شوي دي چې ملکي وگړي په نخښه شوي دي.








