''حقاني شبکه دې ترهګره وبلل شي''

د عکس سرچینه، Other
- Author, جاويد کوټوال
- دنده, واشنگټن مېشتى افغان ورځپاڼه ليکوونکى
د امریکا ځینو کانګریسي غړو له بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په لیست کې د حقاني شبکې د اضافه کولو غوښتنه کړې ده.
دوی په یوه لیکل شوي لیک کې ویلي چې پاکستاني مېشتې دغې شکبې افغانستان کې د امریکا ګټو ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.
له افغانستانه تازه امریکا ته ستنو شوو امریکايي سناتورانو له هیلري کلنټن غوښتي چې سم لاسي دې د حقاني شبکه ترهګریزه ډله ونومول شي.
د کمېټې په سر کې جمهوریت غوښتونکي او دیموکرات لوړرتبه مشرانو په یوه لیک کې هغه اندېښنې یوځل بیا تایید کړې دي چې حقاني شبکه د امریکا د ګټو پرضد بې ساري بریدونه کوي.
شپږ میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د حقاني شبکې په اړه پر نهايي مشورو بوخت دی.
په لیک کې راغلي چې په دې موده کې د حقاني شبکې پر امریکايي پوځيانو او کابل کې د امریکا پر سفارت بریدونه جاري ساتلي دي.
دوه زړی
په لیک کې پر امریکايي حکومت تور لګول شوی چې ښايي حقاني شبکې ته به په رسمي ډول د حقاني شبکې په ترهګرې ډلې نومولو کې دوه زړی وي؛ ځکه چې له طالبانو سره روغې جوړې ته رسېدل غواړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ ویلي چې د امریکايي سناتورانو دا لیک یې ترلاسه کړی دی.
وزارت وايي چې اوس ددغه لیک په اړه په غور کولو بوخت دی.

د عکس سرچینه، FBI
ویکتوریا نولنډ وویل چې د حقاني شبکې ګڼ مشران په انفرادي ډول ترهګر نومول شوي، امریکا کې د دوی شتمني کنګل شوې او امریکایان له دوی سره له راکړې ورکړې منع شوي دي.
دې وویل دا ډېره مهمه ده چې ددغې شبکې غړي په انفرادي ډول د ترهګرو په لیست کې راشي.
د امریکا د قانون له مخې، هر هغه شخص یا ډله چې په رسمي ډول په ترهګرۍ تورنه شي، شتمني یې د مالیې وزارت له خوا اخیستل او کنګل کېږي او ګڼ نور بندیزونه پرې لګول کېږي.
حقاني شبکه د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې کې د وروستیو هم مهالو بریدونو شا په لاس لرلو تورنه ده.
دارنګه، دا ادعا هم کېږي چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو (ای ایس ای) سره نژدې اړیکي لري.








