'ستراتیژیک تړون اوږدمهالې پاتې کېدو ته لار هواروي'

لیون پنیټا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لیون پنیټا ویلي چې دغه تړون څرګندوي چې امریکا افغانستان کې تر ډېره وخت پاتې کېږي.

د امریکا ددفاع وزیر له افغانستان سره د ستراتیژيک تړون پر مسودې هوکړه ددواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې همکارۍ پیلامه وبلله.

لیون پنیتا ویلي چې دغه مسوده دې ته لار هواروي چې امریکا په افغانستان کې د اوږده مهال لپاره پاتې کېدو ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې دا تړون څرګندوي چې امریکا به په افغانستان کې تر ډېره وخته پاتې وي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو د شمېر په اړه وویل، چې د هغو ځواکونو ډول او شمېر به له ناټو او افغان حکومت سره تر خبرو وروسته په یوه بل پړاو کې په ډاګه شي.

که څه هم ددغه اوسني تړون بشپړ جزییات لانه دي په ډاګه شوي، خو د افغان او امریکايي لورو له خوا په دې اړه له څه باندې یوه کال راهیسې خبرې روانې دي.

بالاخره د تېرې دوشنبې پر ورځ (اپریل ۲۳) په کابل کې ددغه تړون د متن پر مسودې سلا رامنځ ته شوه.

ویل کېږي چې ددواړو خواوو ترمنځ د تړون د متن ۲۳ مسودې لېږل شوې رالېږل شوې دي، چې ددواړو خواوو له خوا بیا بیا بدلونونه په کې راوستل شول.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل افغان او امریکايي حکومتونو دواړو ددغه تړون مسوده ډېره جدي اخیستې ده.

د نوموړي په وینا، دا ددواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اړیکو د بنسټیزې استازیتوب کوي.

دغه تړون نه یوازې د امنیت، بلکې د اقتصاد اوبیارغاونې په ډګرونو کې د اوږدمهالې همکارۍ لپاره چوکاټونه جوړوي.

که څه هم تر اوسه دا څرګنده نه ده چې بیا به هم امریکا له کاله څومره مالي همکاري کوي، خو ځینې شمېرې ښيي چې له کابله له افغان امنیتي سکتور سره څلور میلیارد ډالره مرسته کېږي.

ټاکل شوې چې بهرني ځواکونه چې دا مهال یې افغانستان کې شمېر څه باندې ۱۳۰ زره کېږي، په راروانو دوو کالو کې له افغانستانه ووځي او امنیتي مسؤولیت به په بشپړه توګه افغان ځواکونو پرغاړه واخلي.

امریکايي پوځيیان

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ځینې سرچینې ښيي چې تر ۲۰۱۴ وروسته به شاوخوا پنځلس زره امریکايي پوځيان افغانستسان کې پاتېږي.

خو د پلان له مخې به، له ۲۰۱۴ کال وروسته، د لسو نورو کالونو لپاره یو شمېر امریکايي پوځيان پاتېږي، چې شمېر او رول به یې په یوه بل تړون کې د دواړو خواوو تر جوړجاړي وروسته جوت شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې له ۲۰۱۴ کال تر ۲۰۲۴ کال پورې پاتې کېدونکي امریکايي ځواکونه به له افغان ځواکونو سره د روزنې او هوايي ځواک همکارۍ، استخباراتي معلوماتو شریکولو، لوژستیکي ملاتړ او ترهکري ضد عملیاتو رول ولري.

ځینې سرچینې ښيي چې په دې لړ کې به شاوخوا پنځلس زره امریکايي پوځيان پاتېږي.

خو ددې ترڅنګ به د هغو هوايي اډو تفصیل هم په یوه بل تړون کې وروسته په ډاګه شي چې امریکايي ځواکونه به یې کاروي.

تمه ده چې د همکاریو دغه تړون به په شیکاګو کې د ناټور تر سرمشریزې مخکې، چې شاوخوا درې اوونۍ وروسته جوړېږي، لاسلیک شي.