د ستالین د مخ برونزي مجسمه لیلام ته وړاندې شوه

د عکس سرچینه، Reuters
په پام کې ده چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د مشر جوزف ستالین د سر برونزي مجسمه لیلام ته وړاندې شي.
ستالین چې اصلي نوم یې جوزف واسیریونوویچ دو ګاشویلي وو، د ګرجستان په یوه کلي کې په ۱۸۷۸ کال دې نړۍ ته راغی.
نوموړی په ۱۹۵۳ کال ومړ.
د هغه د مخ برونزي مجسمه له اصلي ګچ څخه جوړه یوه شتمن سوداګز په ۱۹۹۰ کال مسکو ته د سفر پرمهال جوړه کړې ده.
د هغه د مخ د مجسمې په لیلام کې به د ستالین د لاسونو د مجسمې دوه قالبونه هم لیلام ته وړاندې شي.
ویل کېږي چې د ستالین کيڼ لاس د ښي هغه پرتله نری دی، همدا لامل و چې هغه به په رسمي غونډو کې خپل کيڼ لاس لیدونکو ته نه ښکاره کاوه.
د ستالین د مخ د مجسمې قیمت د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ پاونډو ترمنځ اټکل شوی.




