هند د کریکټ نړیوال جام سیالیو نندارې ته زرداري او ګیلاني وربللي

- Author, هدايت الله هميم
- دنده, له کابله
د هند لومړي وزیر منموهن سینګهـ د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د راروانې چهارشنبې پر ورځ د کریکټ کېدونکې سیالۍ نندارې ته وربللي دي .
په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران د خبرو لپاره سره جرګه شي .
ټاکل شوې ده چې د کریکټ دغه نیمه پایلوبې د هندوستان په شمالي ښار 'موهالي' کې ترسره شي .
په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبۍ تر بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د پاکستان کریکټ لوبډله هند ته رسېدلې ده .
د دغو دواړو اسیايي اتومي قوت لرونکو هېوادونو ترمنځ پر ممبۍ ښار د پاکستان مېشتو اورپکو له خوا تر برید ورسته اړيکي ترینګلي شوي دي .
پر ممبۍ په برید کې تر ۱۷۰ ډېر کسان ووژل شول . پاکستان منلې وه، چې د دغو بریدونو ځينې پلانونه په پاکستان کې طرحه شوي ول .
د تېر کال په وروستیو کې دواړو خواوو څو ځلې سره لیدلي ول، او په پام کې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په جولای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو په تړاو هند ته ولاړ شي .
د هند رسنیو ویلي رسمي بلنه به د لومړي وزیر منموهن سینګهـ له خوا په هند کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ ته وړاندې شي چې ولسمشر اصف علي زرداري او لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني دغه هېواد ته وروغواړي .
په شبه القاره کې د کریکټ دپلوماسي یو نوی څیز نه دی .
د پاکستان مخکیني ولسمر جنرال ضياء الحق لومړی کس و چې په ۱۹۸۰ کال په ناڅاپي سفر هند ته تللی و، چې د هند او باکستان ترمنځ د کریکټ لوبه وګوري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ رامخې ته شوې ترینګلتیا له منځه یوسي .
د دواړو هېوادونو دغه ترینګلتیا د پاکستان پولې ته څېرمه د هند د پوځي روزنو له کبله رامنځ ته شوې وه .
ښاغلي ضیاء الحق د هند له پخواني لومړي وزیر راجیف ګاندهي سره هم غیر رسمي لیدل کړي ول، چې دغه ترینګلتیا له منځه یوسي .
خو ایا ښاغلی سینګهـ به وکړای شي چې له دې دپلوماسۍ څخه د کریکټ په دغو لوبو کې د دوی ترمنځ ترینګلتیا له منځه یووړای شي، چې دې پوښتنې ته د ډېرو له خوا د شک په سترګه کتل کېږي .
رویټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په حواله ویلي، تر دې مهاله پاکستان هېڅ داسې پرېکړه نه ده کړې، چې ایا د هند دغه بلنه به ومني او که نه .
سوړ هرکلی
په نوي ډيلي کې د بي بي سي خبریال سنجوی مجومدر ویلي، که څه هم په هند کې د دغو لوبو لپاره ډېرې خوشالۍ کېدې، خو د پاکستان کریکټ لوبډله هندوستان ته له هېڅ کوم تاوده هرکلي پرته تللې ده .
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د لوبډلې نیمايي برخه لوبغاړي په هند کې لوبه ترسره کوي .
وروسته له هغه چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ پولیسو هغه یو شکمن کس ونیو، چې غوښتل یې د کریکټ په دغو نړیوالو لوبو کې برید ترسره کړي، د لوبې تر پیلېدا مخکې په هند کې ټينګ امنيتي تدبیرونه نیول شوي .
زموږ خبریال وايي، په پاکستان او هند کې د راتلونکې اوونۍ د سیالیو لپاره هرڅوک د ټيکټ ترلاسه کولو هڅې کوي .
هندوستان تر دې مهاله په لوبو کې هغو ۵۰۰۰ پاکستاني تماشاچیانو ته وېزې ورکړې چې ټيکټونه یې اخیستي او د هند پر حکومت فشار دی چې د وېزې په محدودیتونو کې نرمښت راولي، چې په دې سره به په لوبو کې د تماشاچیانو شمېر زیات شي .

د ممبۍ تر برید وړاندې دواړو هېوادونو له یوبل سره رسمي لیده کاته درلودل، خو کومه خاصه لاسته راوړنه یې نه لرله، او پر یو او بل د باور د ډېرولو لپاره یو لړګامونه هم اخیستل شوي ول .
د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لویه ترینګلتیا د ترهګرۍ پرضد جګړه او د کشمیر پر جنجالي سیمه رامنځ ته شوې ده، چې دواړه هېوادونه یې د خپل ځان بولي .
خو د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ ځینې نور اقتصادي او سیمه ییز مسایل هم شته، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا کچه زیاتوي .
که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ورو ورو مخ په ښه کېدو ول، خو د تېر کال په جولای کې د کشمیر په شخړمنه مساله د دواړو خواوو له لوري تریخ غبرګون څه ناڅه ښه شوي اړيکي بېرته خراب کړل .








