امریکا وايي، اسرائیل د غزې په پوځي عملیاتو کې هره ورځ څلور ساعته وقفه پیلوي

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جان کیربي وايي، امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې اسرائیلي ځواکونه به هره ورځ د غزې په شمال کې په عملیاتو کې څلور ساعته وقفه پیل کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، درې ساعته مخکې به په دې تړاو اعلان کېږي.

ښاغلي کیربي په دې هکله خبریالانو ته وویل: ''او موږ ته اسرائیلیانو وویل چې د وقفې په ترڅ کې به دې سیمو کې هېڅ پوځي عملیات نه کېږي او دا چې دا بهیر همدا نن پیلېږي. '' او د یادونې په توګه مخکې اسرائیلي پوځ وویل ''په غزه کې د ملکي خلکو مرستو لپاره تکتیکي، ځايي وقفې راځي '' او په څرګند ډول یې وویل چې ''اوربند نه کېږي. ''

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د غزې ملکي اوسېدونکو ته د تېښتې لپاره په عملیاتو کې څلور ساعته ځنډ رامنځته کېدل ''پاموړ لومړنی ګام '' وباله. نوموړي زیاته کړه: ''څرګنده ده موږ غواړو دا تر هغو دوام وکړي، چې اړتیا ورته لیدل کېږي. ''

ښاغلي کیربي د امریکا هغه خبره تکرار کړه، چې اوس د اوربند وخت لا نه دی رارسېدلی او په وینا یې اوربند به د حماس هغه کړنه توجیح کړي چې د اکتوبر پر اوومه یې ترسره کړه.

ملګري ملتونه: په عملیاتو کې وقفې باید په همغږۍ وشي

د ملګرو ملتونو ویاند په ورته مهال ویلي، که د اسرائیلي ځواکونو او حماس تر منځ په جګړه کې د بشري هدفونو لپاره ځنډ رامنځته کېږي، ښه لار یې دا ده چې باید له ملګرو ملتونو سره دا چاره په همغږۍ ترسره شي.

ښاغلي دوچاریک وویل، د دې لپاره چې دا چاره ''رښتیا ګټوره ثابته شي '' باید ټول ښکېل اړخونه پر وقفه موافق شي او ملګري ملتونه یې په هکله همغږي رامنځته کړي.

ملګري ملتونه او یو شمېر هېوادونو په غزه کې د حماس او اسرائیل تر منځ جګړه کې د اوربند غوښتنه کړې، خو بریتانیا، امریکا او اروپايي ټولنې بیا پر اوربند ځکه ټینګار نه دی کړی، چې دوی فکر کوي دې سره به حماس ګټه واخلي چې د امریکا او یو شمېر ګڼ شمېر لوېدیځو حکومتونو له نظره یوه ترهګره ډله ده.

د اوربند او وقفې تر منځ توپیر څه دی؟

د رسمي اوربند پرتله په جګړه کې وقفه یا ځنډ لنډمهاله وي، چې ان یوازې څو ساعتونو پورې دوام کوي. ملګري ملتونه وايي، داسې وقفې د اوږدمهاله سیاسي حل پر ځای معمولاً د بشري ملاتړ په موخه رامنځته کېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا اوربند بیا د اوږده مهال لپاره رامنځته کېږي، چې معمولاً یې له مخې ښکېلو اړخونو ته د سیاسي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي او داسې احتمال هم ورسره پیدا کېږي چې تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته ورسره لار هواره شي.