تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا یو امریکایی سرتېری نیولی؛ د امریکا پوځ وايي څېړنه کوي
د امریکا پوځ منلې چې سویلي کوریا کې یې یو سرتېری له اجازې پرته د شمالي کوریا حدودو ته تر اوښتلو وروسته د دغه هېواد ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
رپوټونه دا دي چې د ټراویس کېنګ په نوم دغه سرتېری د انضباطي دلایلو له کبله بېرته متحدو ایالتونو ته استول کېده، خو هغه په یوه ډول له هوایي ډګر وتلی او له شمالي کوریا سره پولې ته د سفر پر مهال دغه هېواد ته اوښتی دی.
یو عیني شاهد چې له ښاغلي ټراوېس سره ملګری و، سيبياېس تلویزیون ته ویلي چې هغه (ټراوېس) د شمالي کوریا د پوله ساتو پر لور تر ځغاستلو وړاندې خندل او دا چې ده فکر کاوه نوموړی ټوکې کوي، خو چې کله راونه ګرځېد، پوه شو چې ټوکې نه دي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د توغندیو د پرله پسې توغونو له کبله له شمالي کوریا سره د امریکا کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.
پیونګ یانګ تر اوسه رسمآ د دغه امریکایي سرتېری د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې پېښې څو ساعته وروسته یې دوه نور مشکوک بالېستیک توغندي هم توغولي دي.
د امریکا پوځ کې د هند-ارام سمندرګي د قوماندانۍ مشر امیرالبحر جان اکویلینو ویلي، دغه سرتېري دا کار 'په خپله خوښه' او له اجازې پرته کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې.
بلخوا د ملګرو ملتونو ماموریت چې د سویلي او شمالي کوریا پر پوله د غیر پوځي سیمې چارو پر مخ وړي، ویلي چې یوه ټیم یې له شمالي کوریا سره تماس کې دی، چې د دغه امریکايي سرتېري د خوشې کېدو خبرو ته لار برابره کړي.
د ټراوېس کېنګ په اړه ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې پوځ کې شامل شوی او په دې موده کې یې له دفاع وزارته څو افتخاري مډالونه او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي.
هغه څه موده سویليکوریا کې په بند کې تېره کړې او تازه هوايي ډګر ته د دې لپاره استول شوی و چې امریکا ته ولېږدول شي.
تر اوسه دا روښانه نه دی چې دغه امریکایی سرتېری شمالي کوریا کې چېرته او په څه ډول شرایطو کې ساتل کېږي.
وروستی ځل په ۲۰۱۷ کال کې د شمالي کوریا یو سرتېری په غیر پوځي سیمه کې سویلي کوریا ته تښتېدلی و.
که څه هم د شمالي کوریا سرحدي ځواکونو هغه د تېښتې پر مهال ۴۰ ډزه ایشتلی و، خو سویلي کوریا کې یې درملنه وشوه او ژوندی پاتې شو.
د رپوټونو له مخې شمالي کوریا له ۱۹۹۶ کال راهیسې لږترلږه ۲۰ امریکایان نیولي دي.