تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۷۲ کاله وروسته د امریکايي سرتېري ټامي هنکس پاتې شوني وپېژندل شول
د امریکا حکومت ویلي، ۷۲ کاله وروسته د یوه وژل شوي امریکايي سرتېري پاتې شوني موندل شوي دي. دا سرتېری د کوریا په جګړه کې ورک او وژل شوی و.
ټامي ټي هنکس چې هغه مهال د پوځ یو قومندان او ۲۷ کن و، په ۱۹۵۰ کال یې شمالي کوریا کې انجو سیمې ته څېرمه کنډک د شاتګ هڅه وکړه، خو دی ووژل شو.
د هغه مړی شپږ کاله وروسته "د نه پېژندل کېدو وړ" حالت کې وموندل شو.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، د یادې جګړې شاوخوا ۷۶۰۰ وژل شوي لا هم تري تم دي.
د دفاعي حساب ورکولو اژانس یا ډي پي اې اې ویلي، سي پي اېل هنکس د نومبر د ۲۶مې په عملیاتو کې تری تم شوی و، خو د هغه کنډک هڅه وکړه انجو ته څېرمه چانګچون سیند ته نژدې شاتګ وکړي.
ي پي اې اې په یوه بیان کې ویلي: "د هغه پاتې شوني نه شي موندل کېدای او د جنګي بندي په توګه د هغه په اړه هېڅ ثبوت نه شته".
د هنکس پېژند کېدل هغه مهال ممکن شول چې شمالي کوریا د کوریا په جګړه کې د ۵۵ وژل شویو امریکايي سرتېرو له پاتې شونو ډک بکسونه امریکا ته وسپارل.
دا کار د ۲۰۱۸ کال په جون کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ له کتنې وروسته وشو.
د هنکس د مړي د پاتې شونو د پېژندلو لپاره کارپوهانو د انسانپېژندنې له تجزیې، ایزوټوپي او همدارنګه له غیر مستقیمو شواهدو ګټه اخیستې ده.
دی به په ارلینګټن ملي هدیره کې خاورو ته وسپارل شي، خو د خښولو نېټه یې لا نه ده په ډاګه شوې.
له ۱۹۸۲ کال راهیسې، د کوریا په جګړه کې د څه باندې ۴۵۰ وژل شویو امریکایانو مړي پېژندل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
پر دې سربېره د کابو ۲۰۰۰ امریکایانو مړي تر جګړې ختمېدو وروسته کلونو کې پېژندل شوي، هغه مهال د شمالي کوریا دولت تر ۳۰۰۰ د ډېرو مړو پاتې شوني امریکا ته سپارلي دي.
ډي پي اې اې وايي، لا هم د سلګونه پوځیانو پاتې شوني نه دي پېژندل شوي او د نه پېژندل کېدونکو په کتګوریو کې ثبت شوي دي.
د ډي پي اې اې د رپوټ له مخې، د کوریا جګړه د سړې جګړې پرمهال یوه خونړۍ جګړه ګڼل کېږي چې امریکا ته پکې کابو د ۳۶۵۰۰ انسانانو مرګ ژوبله اوښتې ده.