تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکايي پوځي مړی ۳ کاله وروسته خپل کور کې موندل شوی
د امریکا د ټکساز په ډالس ښار کې یو پخوانی پوځي په خپل کور کې مړ شوی او د اټکل له مخې درې کاله وروسته یې جسد موندل شوی دی.
د رونالډ وایني وایټس کورنۍ وړاندې پولیسو ته د هغه د لاردکۍ خبر څو وارې ورکړی و.
د نوموړي مړی له هغه وروسته موندل شوی چې د اپارتمانونو مسؤلین د رونالډ کور ته د اوبو نه کارونې د علت معلومولو لپاره ورغلي و. دوی د اپارتمان دروازه ماته کړې وه او د نوموړي مړی یې په پخلنځي کې موندلی و.
ښاغلی وایټ چې په ۲۰۱۶ کې ۵۱ کلن ښودل شوی، د پوځ له پرېښودو وروسته په دفاعي برخه کې د قراردادي په توګه کار کاوه. نوموړي خپله مېرمن طلاقه کړې وه او په خپل اپارتمان کې یې یوازې ژوند کاوه.
د وایټ مور ډاريس سټېفن چې د امریکا په نیویارک کې اوسي وايي، زوی به یې ورسره دوامداره اړیکه نیوله، خو درې کاله وروسته یې اړیکه پرې شوې وه.
نوموړې زیاتوي چې د زوی لادرکي یې څو وارې د پولیسو بېلابېلو برخو ته رسولې وه، خو پولیسو ورته ویلي وو، دا چې هغه ځوان دی او بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي، نه شي کوای د موندلو لپاره یې دوسیه پرانیزي.
نوموړې یوې رسنۍ ته ویلي: "زما لویه پوښتنه دا ده، څنګه په نړۍ کې ممکنه ده چې زما زوی په خپل اپارتمان کې دومره موده مخکې مړ شوی او څوک لا خبر هم نه دي؟"
"ما ډېر عمر غمجن حالت تېر کړ، ځکه چا نه غوښتل مرسته راسره وکړي."