فرانسه کې د پولیسو ډزو کې د ځوان وژل کېدو پر ضد احتجاجونه؛ ۱۵۰ کسان نیول شوي

    • Author, انتوینیتي راډفورډ
    • دنده, بي بي سي

فرانسه کې د پولیسو ډزو کې د یوه ۱۷ کلن ځوان موټر چلونکي له وژل کېدو وروسته دویمه ورځ هم ناکرارۍ دوام درلود. پولیسو د دې احتجاجونو لړ کې ۱۵۰ کسان نیولي دي.

دغه ځوان چې یوازې د ناهیل ایم په نامه یاد شوی، له هغه وروسته ووژل شو، چې پولیسو ته د درېدو پر ځای یې مخکې لاړ. پر چهارشنبه پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې ګاډو ته اور ورته کړل شوی او دکانونه لوټ شوي دي.

د ليموند خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د نانتیري سیمې له ځینو برخو چې وژل شوی ځوان پکې اوسېد، پولیس په شا شوي دي. پلازمېنه پاریس کې څو ځایه لیدل شوي، چې احتجاجیانو د پولیسو پر مرکزونو د اورلوبو توکو ګوزارونه کړي دي.

په شمالي ښار لیلي کې هم احتجاجیان او پولیس سره لاس او ګرېوان شوي دي. په ویډیويي کلیپونو کې لیدل شوي چې د مونز -این-بارویل سیمې ښاري شورا دفتر ته احتجاجیان ننوتي او اسنادو او مېز، څوکیو ته یې اور ورته کړی دی.

په لوېدیځه سیمه رینیس کې هم نژدې ۳۰۰ کسان یو ځای شوي وو، چې ځینو یې اورونه بل کړي وو، خو وروسته پولیسو تیت او پرک کړل.

غبرګونونه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر سې شنبې وویل، د د ناهیل وژنه ''د هېرولو وړ نه ده '' خو د پولیسو اتحادیو ژر د ولسمشر څرګندونو ته توند غبرګون څرګند کړ او د هغه په هکله یې وویل، چې د ښکېلو افسرانو په هکله یې په بېړه قضاوت کړی.

د الاینس پولیسو اتحادیې په وینا تر څو چې پوښتنې، ګروېږنې نه وي شوې، باید په پېښه کې ښکېل پولیس افسران بې ګناه وبلل شي. د دوی سیالې اتحادیې یونایټ ایس جي پي مسوولین بیا د سیاسي لاسوهنې خبره کوي، چې په وینا یې ''د پولیسو ضد کرکه '' یې ډېره کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین بیا وايي، د پولیسو یوې بلې ډلې د هغه ټویټر پیغام پر ضد به قانوني لارې چارې ولټوي چې دی یې د ''نه زغملو او شرم وړ '' بولي او په وینا یې د دې وژنې لپاره پکې د توضیح لټون شوی.

دغه ټویټر پیغام کې چې وروسته ړنګ شو، په پېښه کې ښکېل افسران ''زړور '' بلل شوي چې په وینا یې ''ځوان مجرم '' یې وژلی او د وژل شوي زلمي مور، پلار یې ځکه ملامت بللي چې ګواکې ''د زوی ښه تربیه یې نه وه کړې. ''

نهال چې د یوه ګاونډي په وینا یې الجزائر الاصله فرانسوی و، د سږ کال په اوږدو کې دویم کس دی، چې د پولیسو له لاسه وژل کېږي. تېر کال بیا ریکارډ شمېر ۱۳ کسان په دې ډول وژل شوي وو.