تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاریس کې د یوه ځوان له وژل کېدو وروسته ناکرارۍ
وروسته له هغه چې پاریس کې پولیسو یو ۱۷ کلن ځوان په خپل موټر کې پر ډزو وواژه، پراخه لاریونونه او غوسه پارېدلې. پولیسو دغه ځوان ته د درېدو امر کړی و خو کله چې هغه و نه درېد وویشتل شو.
هغه ویډیو چې پر خواله رسنیو خپره ده، پکې لیدل کېږي چې پولیس د یوه موټر لوري ټوپک ور برابروي، بیا د ډز غږ اورېدل کېږي او موټر ځای پرځای دریږي.
ګولۍ د نایل ایم نومې دغه تنکي ځوان پر سینه لګېدلې چې د ژوندي پاتې کېدو شونتیا یې نه وه.
له پېښې وروسته ټوله شپه په هغه واټ کې چې پېښه پکې شوې، خلک لاریونونو ته راوتلي وو او سخته غوسه خپره وه.
پېښه کې ککړ پولیس د وژنې په تور نیول شوی.
د سې شنبې له شپې چې دغه پېښه شوې، د پاریس ښار لویدیځه څنډه کې ناکراري ده.
پولیسو ویلي " ۲۴ تنه د ګډوډۍ خپرولو په تور نیول شوي."
نایل ایم په یوه کال کې په فرانسه کې دویم وګړی دی چې د موټر نه ودرولو پر وخت د پولیسو پر ډزو وژل کېږي.
تېر کال بیا دا ډول پېښو کې ۱۳ تنو خپل ژوند بایللی وو.
د لي منډ په نوم ورځپاڼې لیکلي، پولیسو لومړی ویلي و چې دغه ځوان دوی ته د زیان اړولو په تکل موټر ځغلوه. خو هغه انځورونه چې پر انټرنټ خپاره شوي او د فرانسې خبري اژانس یې پخلی کړی کیسه بل ډول نکل کوي.
ښودل کېږي چې دوه پولیس افسران په موټر کې ناست دي، له کړکۍ خپله وسله وباسي او د موټر چلوونکي لور ته یې نیسي کله چې هغه د وړاندې تګ هڅه کوي دوی پر هغه ځای ډزې کوي.
د فرانسې خبر اژانس دا هم ویلي، په ویډیو کې یو غږ اورېدل کېږي چې وايي " پر دا سر دې ډزې کوي." معلومه نه ده چې دا غږ د چا دی.
دوه نور کسان هم په موټر کې وو چې یو یې تښتېدلی او بل پولیسو د پوښتنو ګروېګنو لپاره نیولی دی.
دې پيښې دغه سیمه کې لویه ګډوډي پېښه کړه. ځايي خلکو موټر، د خځلو ټولولو وسایلو او نورو وسیلو ته اور ورته کړی، او دغلته د بس تماځایونو په ګډون ځېنو ټولګټو سیمو ته زیان اوښتی.
پولیسو د خلکو خورولو لپاره اوښکې بهوونکی غاز کارولی. ډلې ډلې خلکو کرۍ شپه دغلته پر اعتراض او هاهو تېره کړه.
له پاریس ها خو په اسنیرس، کولمبس، سوریسنس، اوبرویلیرز، کلیچی-سوس-بویس او مانټیس-لا-جولي ښارونو کې هم د لاریونونو او تاوتریخوالي د پېښو خبرونه ورکړل شوي دي.
چارواکي وايي، له پېښې وروسته دوه اړخیزې پلټنې پیل شوي، پر څوکۍ له ولاړو پولیسو د ډزو په تړاو او دا چې ولې وژل شوي ځوان پر موټر درولو کابو نه درلوده د پلټنو دوه خواوې دي.
د پاریس د پولیسو مشر لورنت نویز د فرانسې بي ایف ایم تلویزون ته وویل " د پولیسو کړنې پوښتنې رامخې ته کوي." او دا چې ښايي پولیسو د دې پېښې پر وخت د ګواښ احساس کړی وي.
همدغه ټلویزوني چینل ته د وژل شوي ۱۷ کلن ځوان د کورنۍ یوه استازي یاسین بورزو ویلي، دا یوه ناحقه دفاع ده چې ګواکې د خطر احساس دې شوی وي " په ویډیو کې څرګندیږي چې پولیس یو ځوان سړی په ناترسه ډول وژني."
دغه کورنۍ هغه ادعا چې ځوان د " ودرېږه!" له اشاري سره سره د مخکې تګ هڅه کوله، ناسمه وبلله او پر پولیسو یې د درواغ ویلو شکایت ثبت کړ.
د کورنۍ یوې بلې استازې یې جنیفر کامبلا وویل " هیڅ ډول دلیل دا پېښه نشي توجیه کولی او دا چې دا د اعدام په څېر یوه وژنه وه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین ویلي "پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو ټکان ورکوونکې ده."
هغه له خلکو وغوښتل چې د کورنۍ ویر ته درناوی وکړي.
دوه اونۍ وړاندې یو ۱۹ کلن ځوان د پاریس لویدیځ کې پر همدا ډول ورته پېښه کې د پولیسو پر ډزو ووژل شو.