تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین-روسیې شخړه؛ زیلېنسکي له بایډن سره د واګنر د بغاوت په باب غږېدلی
د اوکرایین ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي ویلي چې د امریکا له ولسمشر سره یې په روسیه کې د واګنر ملېشو د لنډمهالي بغاوت په تړاو خبرې کړې.
هغه دا تیلېفوني خبرې مثبتې او انګېزه ورکوونکې بللې. ښاغلي زېلېنسکي ویلي، دوی اوکرایین ته د امریکا د پوځي ملاتړ، په تېره بیا د لېرې واټن وېشتونکو وسلو په تړاو خبرې کړې.
وړاندې، د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په روسيه کې د روان حالت په اړه غږېدلی، خو دا يې له وخته لېرې بللی چې راتلونکي کې به څه پېښ شي.
نوموړي له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، "موږ د روسيې د ولسمشر پوتين په واک کې درزونه وليدل چې پخوا داسې نه وو. "
د امریکا د بهرنيو چارو وزير په وينا دا مسله له يفګېني پريګوژين سره پيل شوې چې د اوکرايين جګړې اساس يې تر پوښتنې لاندې راوستی او اوس دا په خپله د پوتين لپاره په مستقیمه ننګونه ګرځېدلی دی.
د ښاغلي بلېنکن په وینا، "دا مسئله ډېرې جدي پوښتنې راپورته کوي چې په راتلونکو ورځو کې به يې ځواب وموندل شي."
د امریکا د بهرنيو چارو وزير وويل، " ۱۶ مياشتې مخکې پوتين د کيېف په دروازو کې و او په دې هڅه کې و چې په څو ورځو کې به دا ښار ونيسي او دا هېواد به له نقشې لېرې کړي خو اوس هغه بايد د خپلې جوړې کړې ملېشې پر وړاندې د روسيې د پلازمېنې مسکو دفاع وکړي."
روسيې تراوسه د انتوني بلېنکن د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د يادونې وړ ده چې د واګنر ځواکونو د روسيې سرحدي ښار روستوف څخه بېرته د وتلو بهير پيل کړی.
ولې د واګنر ډلې د مسکو پر لور حرکت ودراوه
د واګنر ډلې مشر يفګېني پريګوژين وايي، خپلو جنګياليو ته يې ويلي چې اوکرايين ته بېرته ستانه شي تر څو د وينې تويولو مخه ونيول شي.
روسيه وايي پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه يې بېرته اخیستي او یفګيني پرېګوژین به بېلاروس ته لاړ شي او جنګیالي به يې نه محاکمه کېږي.
واګنر يوه شخصي ملېشه ده چې په اوکرايين کې د روسیې تر څنګ جنګېږي. په دې وروستيو کې د واګنر ډلې د مشر او د روسيې پوځي مشرتابه تر منځ د جګړې د څرنګوالي په اړه تاوتريخوالی زيات شو.
د دوی تر منځ شخړه د تېرې شنبې په ورځ هغه مهال پيل شوه چې د واګنر جنګياليو په اوکرايين کې له خپلو کمپونو څخه د روسیې جنوبي ښار روستوف ته ننوتل او د روسيې د پلازمېنې مسکو پر لور يې حرکت پيل کړ چې ورسره کرملين د مسکو په ګډون په ډېرو سيمو کې د امنيتي تدبيرونو د ټينګولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د چيچنيا جمهوريت اعلان وکړ چې د اړتيا په صورت کې به زرګونه چيچينيايي سرتېري مسکو ته د واګنر ډلې سره د جګړې لپاره ورشي.