پر ټرمپ لګېدلي تورونه؛ ''د امریکا اتومي رازونه یې له ځان سره وړي او په حمام کې ساتلي وو''

Boxes of papers are stacked in a bathroom with a chandelier and a toilet visible, at Mar-a-Lago

د عکس سرچینه، DoJ

د عکس تشریح، له تورونو سره یو ځای هغه تصویرونه هم وړاندې شوي چې په حمام کې ایښې دوسیې په کې لیدل کېږي.
    • Author, جود شیرین او رابیکا سیالیز
    • دنده, بي بي سي واشنګټن

د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لګېدلو فدرالي تورونو کې ویل شوي چې نوموړي سري یا پټ اسناد چې د اتومي رازونو اسناد، د امریکا پوځي ستراتيژۍ اسناد هم پکې شامل دي، له ځان سره وړي وو.

د ۳۷ لګول شویو تورونو په لړ کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ دا اسناد فلوریډا کې د خپل یوه شخصي جایداد په نڅا خونه او حمام کې ځای پر ځای کړي وو.

پر نوموړي دغه راز تور دی، چې پلټونکو ته یې دروغ ویلي. ادعا کېږي چې نوموړي وروسته داسې هڅه هم کړې، چې د دې اسنادو ځای پر ځای کولو په تړاو د پلټنو مخه ونیسي.

بل لور ډونلډ ټرمپ چې غواړي د امریکا ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید شي، هر ډول ناسمه کړنه ردوي.

د ښاغلي ټرمپ تر څنګ د هغه پر شخصي مرستیال والټ نائوټا هم تورونه لګېدلي دي. د نوموړي په هکله ویل کېږي، چې په سپینه ماڼۍ (د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ) کې یې د دندې پر مهال دغه اسناد لېږدولي او د امریکا پلټنو ادارې یا ایف بي ای مسوولینو له نظره یې پټ کړي دي.

د امریکا فدرالي ادارې له لوري د تورونو دا ۴۹ مخیزه ټولګه د خپل ډول لومړنۍ هغه ده، چې د دې هېواد د یوه مخکیني ولسمشر په هکله وړاندې کېږي.

په دې لړ کې ویل شوي، هغه محرم اسناد چې ښاغلي ټرمپ په بکسونو کې یو ځای کړي او په خپل شخصي جایداد کې ساتلی وو، لاندې یاد شوي محرم سندونه پکې شامل وو:

  • د امریکا اتومي پروګرامونه
  • د امریکا او نورو هېوادونو دفاعي او تسلیحاتي پروګرامونه
  • د پوځي برید په صورت کې د امریکا او د دې هېواد د اتحادي هېوادونو هغه ټکي چې ژر زیانمېدای شي
  • د یوه بهرني برید په صورت کې احتمالي غبرګون اړوند اسناد
د ټرمپ شخصي جایداد مارالاګو په یوه نڅا خونه کې هم دا اسناد ایښي وو.

د عکس سرچینه، DoJ

د عکس تشریح، د ټرمپ شخصي جایداد مارالاګو په یوه نڅا خونه کې هم دا اسناد ایښي وو.

څارنوالان وايي، ښاغلی ټرمپ چې کله له سپینې ماڼی وتلی، دغه اسناد یې د فلوریډا په پالم بیچ کې خپلې شخصي ماڼۍ ته لېږدولي وو. د یادونې ده، چې دا ښاغلي ټرمپ دا مېشت ځای د ده د ګالف لوبې شخصي تمرینځای په توګه هم کارول کېږي.

د امریکا عدلیې وزارت ځانګړي څارنوال جیک سمیت د جمعې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د دې قضیې په تړاو عمومي لېوالتیا په کتو به د دې ارزونه په چټکه توګه وشي.

ښاغلي سمیت په ټینګار سره وویل، تر څو چې متهم یانې ښاغلی ټرمپ په محکمه کې ګناهکار ثابت نه شي، بې ګناه به بلل کېږي. نوموړي په یوه لنډه خبرې غونډه کې وویل: ''د امریکا متحده ایالاتو دولتي امنیت اطلاعاتو د خوندیتوب قوانین خورا اړین دي او باید پلي شي. له دې قوانینو سرغړونه زموږ هېواد له خطر سره مخامخوي. ''

ځانګړي څارنوال جک سمیت په یوه خبري غونډه کې د دې تورونو یادونه وکړه.
د عکس تشریح، ځانګړي څارنوال جک سمیت په یوه خبري غونډه کې د دې تورونو یادونه وکړه.

بل لور په داسې حال کې چې ښاغلي سمیت پر مخکیني ولسمشر لګېدلي تورونه بیانول ډونلډ ټرمپ په ټروت سوشل نومي خواله رسنۍ کې د ښاغلي سمیت له یوه عکس سره توند غبرګون څرګند کړ او نوموړی یې داسې کس وباله چې د ده په وینا ''ټرمپ یې بد ایسي. ''

ښاغلي ټرمپ په یوه بل پیغام کې بیا وویل، چې ولې ولسمشر جو بایډن نه محاکمه کېږي، چې د ده په خبره پروسږ کال یې په شخصي دفتر کې محرم اسناد وموندل شول.

نوموړي ویلي: ''بایډن خپل بکسونه له ځان سره هر ځای ته وړي، ولې جیک سمیت لیونی هغه نه محاکمه کوي؟ ''

که څه هم په دواړو قضیو کې د محرمانه اسنادو یادونه شوې، خو دا دواړه له یوې بلې توپیر لري. د ښاغلي ټرمپ په قضیه کې ویل شوي، چې نوموړی ان تر څو میاشتو پورې د دولتي اسنادو بېرته ورکولو او تحقیقاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي و، خو پر بایډن داسې کوم تور نه شته.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و، چې د داسې اسنادو له معلومېدو وروسته یې سملاسي چارواکي خبر کړي وو.