د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې؛ رجب طيب اردوغان بريالی شو

د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا مشر احمد ینر په رسمي توګه د ټاکنو پایلې اعلان کړې. ښاغلي ینر وویل، رجب طیب اردوغان د ۵۲.۱۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ترکیې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

نوموړي زياته کړه، هغه رايې به دا پایله بدله نکړي چې سيستم ته نه دي رسېدلې.

اردوغان په ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته وویل، دوشنبه د عثماني امپراتور محمد فاتح په لاس د استانبول د فتحې له پنځو سوو او اویا کلونو سره سمون خوري.

دی خلکو ته وايي: "دا په تاریخ کې د عطف ټکی و، یوه پېړی تړلی او بله پرانیستی. هیله من یم چې دا ټاکنې به په تاریخ کې د عطف ټکی وي".

اردوغان وویل، له قطر سره یې یوه نوې پروژه لاسلیک کړې چې له مخې به سوریه کې نوي کورونه جوړېږي او میلیونونه نور سوري وګړي کولی شي ستانه شي او هلته ژوند وکړي.

اردوغان خپلو پلویانو ته وویل چې اوس د یووالي وخت دی.

د بي بي سي خبریاله انا فوسټر وايي، په استانبول کې د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند مرکزي دفتر مخې ته ترافیک په بشپړ ډول په ټپه درېدلي، خلکو د ترکیې بیرغونه پورته کړي او د جشن فضا خپره ده.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې ښاغلی اردوغان تر نورو مخکې و خو دا چې د ټولو رایو له نیمو یې نه وې خپلې کړې، ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.

ښاغلي اردوغان د ټاکنو د عالي شورا له اعلان وروسته په استانبول کې خبرې وکړې او له خپلو پلویانو يې مننه وکړه. نوموړي وویل، "د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ماموریت ور وسپارل شو."

ټاکنو کې رايه اچوونه د ترکیې پر وخت سهار اته بجې پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو يې دوام وکړ. د نړۍ په نورو برخو کې د ترکانو د رايو اچول وختي پای ته رسېدلي وو.

رجب طیب اردوغان تېره شل کاله د ترکیې ولسمشر پاتې شوی. په ترکیه کې د بیو لوړوالی او د ژوندانه لګښتونه لوړ شوي دي.

په لومړي پړاو کې د رایه اچولو کچه ۸۸٫۸ سلنه ښودل شوې وه او اردوغان پکې له کیلیچدار اوغلو نژدې ۲٫۵ میلیون رایې مخکې و.‌

تر دویم پړاو رایو پیلېدا مخکې قیلیچدار اوغلو پر اردوغان تور ولګاوه چې ګنې رایه اچوونکو ته یې د ده د متني پیغامونو استولوو مخه نیولې، حال دا چې د ردوغان پیغامونه خپلو رایه اچوونکو ته دوام لري.

پر دغو ټاکنو نړیوال څارونکي هم د درغلۍ د مخنیوي لپاره ولاړ دي.

اردوغان په ۲۰۱۶ کې له ناکامې کودتا راپدېخوا خپل واکونه ډېر کړل او کودتا کې د ګډون په تور یې لسګونه زره کسان ونیول او رسنۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

اردوغان د شنبې په ورځ په ۱۹۶۰ کال تر کودتا وروسته د اعدام شوي لومړي وزیر قبر ته ورغی،‌ خو دغه زیارت یو سمبولیک عمل وبلل شو.