اسلامي دیني عالم د جنسي تېري قضیه کې بې ګناه وبلل شو

    • Author, ایموګین فولکیس
    • دنده, بي بي سي- جینېوا

د سویټزرلنډ محکمې مشهور اسلامي دیني عالم طارق رمضان د جنسي تېري او ځورونې په یوه قضیه کې بې ګناه وباله.

ښاغلی رمضان چې د سویټزرلنډ تابعیت لري، په مصر کې د اخوان المسلمون د موسس حسن البنا لمسی دی.

سویټزرلنډ محکمې ته د همدې هېواد یوې اوسېدونکې ښځې عریضه کړې وه، چې ۲۰۰۸ کال کې پرې ښاغلي رمضان د جینېوا په یوه هوټل کې جنسي تېری کړی. دغې ښځې چې مسلمانه شوې محکمې ته ویلي و، سخته ځورول شوې، وهل ټکول شوې او سپکاوی ورته شوی و. نوموړې ادعا کړې وه، چې پېښه له هغه وروسته وشوه، چې د ښاغلي رمضان لخوا له یوه کنفرانس وروسته د کافي لپاره بلل شوې وه.

ښاغلي رمضان چې اوس ۶۰ کلن دی، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو دا یې منلې وه، چې دا ښځه یې بللې وه.

په داسې حال کې چې اروپا کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه وه، او د مسلمانانو پر ضد د ځايي خلکو احساسات پارېدلي وو، ښاغلي رمضان ته د یوه داسې عالم په نظر کتل کېدل، چې دلیل لري، ترهګري غندي او د اعدام له سزا سره مخالفت کوي.

پر نوموړي تونس، مصر، لیبیا او سوریې ته د ورننوتلو بندیز لګېدلی و، ځکه چې د ده په خبره په دې هېوادونو کې یې د ولسواکۍ پر نشتوالي نیوکې کولې.

۲۰۰۴ کال کې نوموړي ته د ټائم مجلې هغه رایه ورکړل شوه، چې له مخې یې د نړۍ له خورا ډېر نفوذ لرونکو کسانو یو وبلل شو. هغه په ۲۰۰۷ کال کې د اکسفورډ پوهنتون د سنټ انتوني کالج د اسلامي زدکړو پروفیسر شو.

خو په ۲۰۱۷ کال کې یوې فرانسوۍ ښځې پر ښاغلي رمضان د جنسي تېري تور پورې کړ او له هغه وروسته د نوموړي چټک خپرېدونکی شهرت پیکه شو.

د هغې قضیې له برالا کېدو وروسته یو شمېر نورو ښځو هم د نوموړي پر ضد عریضې وکړې. تر ۲۰۲۰ کال پورې د طارق رمضان پر ضد د جنسي تېري پنځه قضیې ثبت شوې وې، چې څلور یې په فرانسه کې او یوه یې په سویټزرلنډ کې وه.

ښاغلی رمضان په فرانسه کې نهه میاشتې په توقیف کې و او له هغه وروسته تر مراقبت لاندې خوشی شو. نوموړي پرلپسې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

له یوی اونۍ وروسته د سویټزرلنډ محکمې دریو قاضیانو نوموړی بې ګناه وباله. په داسې حال کې چې نوموړی سویټزرلنډ کې بې وګناه وبلل شو، ښايي دا د محکمې لړۍ یوه لومړنۍ کړي واوسي.

هلته فرانسه کې په داسې حال کې چې خپله دی، پرلپسې د ځان بې ګناهي خبره کوي، او غواړي چې نوم یې لېرې کړل شي، څارنوالان اوس هم په دې هکله غور کوي، چې ایا د طارق رمضان په هکله لګېدلي تورونه محکمې ته وړاندې کړي او که نه.