دیني عالم سره د شخړې پایله؛‌ نایجیریا کې یو کس په ژوندینه سوځول شوی

د نایجېریا پلازمېنه ابوجا کې پولیس وايي د یوه ځايي مسلمان دیني عالم پلویانو تر هغې وروسته یوه کس ته په ژوندینه اور اچولی،‌ چې له دغه عالم سره یې شخړه راغلې وه.‌

د احمد عثمان په نوم دغه ۳۰ کلن سړی د امنیت ساتنې یوې ځايي‌ ډلې غړی و او پولیس وايي شاوخوا ۲۰۰ کسان ترې تاو شوي‌ دي.‌

تر اوسه دا نه دي‌ ویل شوي چې د دیني عالم او وژل شوي کس ترمنځ دا شخړه پر څه راپورته شوې وه.‌

پولیسو ویلي ابوجا کې د دې پېښې قرباني لوګبي سیمه کې د فدرال استوګنځایونو د امنیت ساتنې د یوه ځايي ډلې غړی دی.‌

هغه پولیسو ته په داسې حالت کې په لاس ورغلی چې سخت سوځېدلی و.‌

احمد عثمان یوه ځايي روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته د ژورو ټپونو له کبله مړ شوی.

تېره میاشت د نایجېریا سوکوتو ښار کې یوه عیسوۍ زدکوونکې دین ته د سپکاوي په تور د مسلمانو محصلانو لخوا په وهلو ډبلو وژل شوې او بیا یې جسد ته اور اچول شوی و.

ابوجا کې د بي بي سي خبریال کرېس اېوکور وايي داسې ښکاري چې نایجریا کې د خلکو ډلو لخوا د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.‌

دوه اوونۍ وړاندې د ابوجا یوه څنډه کې د سوداګریزو موټرسایکل چلوونکو او سوداګرو ترمنځ نښتو کې ۵ کسان وژل شوي وو.‌

تر هغې څو ورځې وړاندې د نایجریا سوداګریز مرکز لاګوس کې یو ۳۸ کلن انجنیر د یوې ډلې د زور زیاتي پایله کې وژل شوی و.‌

نایجېریا کې د بشري حقونو فعالان وايي‌ د ډلو ډلګیو د تاوتریخوالي دا پرله پسې پېښې ځکه ډېرې شوي چې له سزا معافیت ژورې ریښې غځولي او پر جرمي عدلي سیستم باور کمزوری شوی دی.‌