تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکيې ټاکنې: د رايې اچوونې بهير پای ته رسېدلی او د رايو شمېرل روان دي
په ترکيه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رايو ورکونې بهير له پای ته رسېدو سره مرکزونه تړل شوي او د رايو شمېرنه په رسمي توګه پيل شوې ده.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، د ترکيې خلک به پرېکړه کوي چې ايا اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوګان چې له تېرو شلو کلونو په واک کې دی يو ځل بيا ولسمشر کړي که نه.
د نوموړي اصلي سيال کمال قليچدار اوغلو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته ولسمشر ته ډېری ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي.
ښاغلی قليچدار اوغلو د يوه پراخ اپوزيسیون ائتلاف مشر دی چې د رجب طیب اردوګان تر څنګ په دې ټاکنو کې د بريا لوی چانس لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو لپاره بايد يو نوماند تر ۵۰ سلنې زياتې رايې ترلاسه کړي که داسې ونشي ټاکنې دويم پړاو ته ځي او د ترکيې د قانون له مخې له لومړي پړاو دوه اوونۍ وروسته بايد ترسره شي.
په ترکيه کې ۶۴ ميليونه وکړي د رایې ورکولو وړ دي او نن د پارلمان د ۶۰۰ څوکيو لپاره هم رايه اچوونه ترسره شوه.
په استانبول کې د بي بي سي خبريال وايي د نوي قانون له مخې خبريالان اجازه نه لري چې د راپور لپاره د رايو ورکولو مرکزونو ته ننوځي.
د ترکيې ټاکنې او افغانان
هغه لسګونه زره افغانان چې د ترکیې تابعیت لري په دغه ټاکنو کې يې ونډه اخيستې او یو افغان تبعه د استانبول پارلمان ته د لاري موندلو او څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هم سیالۍ ته راوتلی.
د ترکیې د ټاکنو دغه پړاو د هغو افغان کډوالو او بهرنیو وګړو لپاره چې د پانګې په بدل کې یې تابعیت ترلاسه کړی، مهمي بلل کېږي، ځکه د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د کډوالو او بهرنیو وګړو شتون تاوده بحثونه را پارولي وو .
ترکیه نه یوازي دا چې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د رسېدو یوه ترانزيټي لاره ده، په تېره يوه لسيزه کې د پانګونې د فرصتونو له امله لسګونو زرو افغانانو د تابعيت سندونه او د اوږدمهاله استوګنې جوازونه ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې له سیاسي بدلون او د جمهوریت له پرځېدو وروسته په زرګونو نور افغانان چې په کې سیاسي او پوځي څېري هم شامل دي په ترکیه کې مېشت شوي دي.
د کډوالو بحث زیږونکي موضوع او په ټاکنیزو بحثونو کې د بهرنیو وګړو حضور ته په کتو سره، ویل کېږي چې د افغانانو په ګډون بهرني وګړي په دې پړاو ټاکنو کې ګډون ته ډېر لیواله دي.
یو افغان تبعه عزت الله سادات، چې په دې وروستیو کې د ترکیې سیاسي ډګر ته راوتلی، د بهرنیو وګړو او کډوالو په اړه د واکمن ګوند او اپوزیسیون پالیسي تشریح کوي.
نوموړی وايي، "په تېر یوه کال کې د افغان او سوریایې کډوالو موضوع لږه جنجالي او د اوسني حکومت لپاره یوه ستونزه بلل کېږي، ځکه نو د اوسنیو حکومت اپوزیسیون وایې په هغه ورځ، چې ټاکنو کې بریالي شي، د شپږو میاشتو دننه کې به افغان او سوریایې کډوال له ترکیه نه وشړي خو برعکس د اوسني حکومت دریځ نرم دی. "