افغانستان کې پر کروندو د ملخانو برید؛ ملګري ملتونه وايي، ستره اندېښنه ده

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د بغلان ځینې اوسېدونکی وايي، له پسرلي راهیسي یې ملخان پر للمي ځمکو ورټول دي او هلته د شته کروندو تر خوړولو وروسته یې اوس د دوی اوبیزو کروندو ته مخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا (ایف اې او) خبرداری ور کړی چې د افغانستان د شمال او شمال ختیځ په اتو ولایتونو بلخ، کندوز، بدخشان، بادغیس، بغلان، سمنګان، سرپل او تخار کې، ملخان د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې لیدل شوي دي.

په افغانستان کې د یادې ادارې استازي ریچارډ ترنچارډ ویلي، د افغانستان د غنمو د تولید په مرکز کې د مراکشي ملخانو د خپرېدو راپورونه ستره اندېښنه ده او زیاته کړې یې ده دغلته مراکشي ملخان له ۱۵۰ ډوله بوټي خوري چې په ډله کې ۵۰ د خوړو تولیدوونکي بوټي دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د کرنې وزارت وايي، د کال له پیله یې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې پر کروندو د ملخانو د بریدونو د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، مراکشي ملخان چې له اقتصادي اړخه په نړیوال کچ کرهڼې لپاره تر ټولو زیان رسوونکی افت دی، که یې مخه ونه نیول شي، نو په افغانستان کې له ۷۰۰ ټنو څخه تر یو اعشاریه دوه میلیونو ټنو د غنمو حاصلات لمنځه وړای شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کرنې وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین په ځانګړي ډول په شمال او شمالختیځو ولایتونو کې پر کروندو د ملخانو د برید ګواښ په تړاو د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې خبرداری د یادې ادارې خپل برداشت ګڼي او زیاتوي، د پر کروندو د ملخانو د برید په مخنیوي کې بریالي دي او هڅه کوي ملخان د پرواز له پړاوه وړاندې له منځه یوسي.

خو د بغلان د دشت ګبر سیمې ځینې بزګران بیا وايي، ملخانو یې کروندو ته زیان اړولی او ځايي چارواکي یې د چپاو مخنیوي کافي اندازه وسایل نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې دارې په باور، د افغانستان په شمال او شمالختیځو ولایتونو کې پرلپسې وچکالۍ او همدارنګه د ملخانو د ودې د مناسب چاپېریال په توګه پخپله همدغه سیمه، دغلته د ملخانو د هجوم ستر لاملونه دي.

د افغانستان لپاره د دغې ادارې د ځانګړي استازي ښاغلي ټرنچارډ په وینا، که په یادو سیمو کې شته مراکشي ملخان مهال نه شي، شونې ده راتلونکی کال یې شمېره سل برابره ډېر او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د خوړو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

دوه لسیزه وړاندې هم په دغه سیمه کې مراکشي ملخانو پر کروندو چپاو ور وړی و چې د افغانستان د غنمو ۸ سلنه تولیدات یې کم کړي و او کابو څلور لسیزې وړاندې په یوه بل چپاور کې یې د افغانستان د غنمو ۲۵ سلنه حاصلات له منځه وړي وو.