سوډانی جنرال حمیدتي: د بمبارۍ بندېدو تر مهاله مذاکرات نه کوم

    • Author, زینب بداوي او لوسي فلیمنګ
    • دنده, بي بي سي

د سوډاني نیمه پوځي ملېشه ځواک (ار اېس ایف) یو جنرال چې د خپل هېواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی، بي بي سي ته ویلي، د جګړې تر پایه به خبرو ته حاضر نه شي.

جنرال محمد حمدان ډاګالو چې د حمدتي په نامه هم شهرت لري وايي، د دریو ورځو لپاره د اوربند له غځېدو وروسته د ده پر ځواکونو ''بې درېغه'' بمبارۍ شوې دي.

نوموړي د پوځ پر مشر جنرال عبدالفتح البرهان د تاوتریخوالي تور پورې کړی او په خبره یې: ''موږ نه غواړو سوډان وران کړو.''

د یادونې ده، چې پوځي مشر جنرال البرهان په سویلي سوډان کې مخامخ خبرو ته چمتوالی څرګند کړی دی.

له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د سوډان ګاونډیو هېوادونو، ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا له سختو هڅو وروسته د دریو نورو ورځو لپاره اوربند وغځول شو.

جنرال حمیدتي د ټیلیفون له لارې بي بي سي سره خبرو کې وویل، خبرو ته چمتو دی، خو په وینا یې باید د اوربند له لارې ''دښمني له منځه لاړه شي، چې له دې وروسته به وکولای شو، خبرې وکړو.''

نوموړی وايي، له جنرال البرهان سره شخصي دښمني نه لري، خو په وینا یې له دې کبله یې خیانت کړی، چې د مخکیني ولسمشر عمر البشیر پلویانو ته یې په حکومت کې برخه ورکړې.

د یادونې ده، چې د ښاغلي البشیر حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د پوځ او ملېشه ځواک 'ار اېس ایف' لخوا له پراخو ولسي مظاهرو وروسته په شریکه نسکور شو.

د عمر البشیر نژدې درې لسیزې حکومت د اسلامي شریعت سخت تعبیر او عملي کولو له کبله شهرت درلود.

جنرال حمیدتي وايي: ''له بده مرغه د البرهان مشري سخت دریځه اسلامپالې جبهې مشران کوي.''

جنرال حمیدتي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، زه له سبا هم مخکې همدا نن ملکي حکومت غواړي، همدا زما اصول دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې جنرال حمیدتي د دیموکراسۍ خبره کوي، خو د چارو شنونکي وايي، د ده ځواکونو په تېر کې دیموکراسۍ پلوه فعالان سخت ځپلي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې ده او جنرال البرهان په شریکه د کودتا له لارې د ولسي استازو په ګډون د یوه حکومت هوکړه لغو کړه.

د سوډاني پوځ مشر او جنرال حمیدتي تر منځ سږ کال ملکي حکومت ته د ستنېدو او په ځانګړې توګه له پوځ سره د جنرال حمیدتي د ۱۰۰ زره کسیزې ځواکمنې ملېشې یو ځای کېدو پر سره اختلافات ډېر شول.