تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډیبلیو اېف پي وايي، افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی. دغه سازمان لیکلي، تېره میاشت یې هغو کسانو ته چې د پلان له مخې یې باید "د ژوند ژغورلو" بشري مرستې ورکړې وای، له څلورو درې برخې کمې کړې دي.
په ورته وخت کې، د دغه سازمان مشر په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، که د خوړو برخه کې میلیاردونه ډالره مرسته ونه شي، د نړۍ ډېر هېوادونه به د خوړو له کړکېچ سره مخ شي.
ډېوېډ بېسلي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان څلور میلیونه اړمنو ته مرستې نیمايي راکمې کړې دي چې نوموړي د دې کار لامل د "د کافي پيسو نشتوالی" یاد کړی دی.
د نوموړي په وینا اداره یي ان نشي کولای په افغانستان کې هغو خلکو ته ورسېږي چې له لوږې د ګواښ کچه یې لوړه ده او د هغه په ټکو دا دومره زړه بوږنونکی حالت دی چې که چېرې د ځمکې پر سر دوزخ وای، نو دې خلکو به پکې عملا ژوند کاوه.
د خوړو نړیوال سازمان دغه مشر وايي، له افغانستانه بیا تر ختیځې افریقا صحرا، منځني ختیځ او هر چېرې میلیونونه انسانان د هغو خلکو مرستو ته په سترګې په لاره دي چې د ده پر ټکو په هېوادونو کې یې د تېلو ویالې بهېږي.
د خوړو نړیوال سازمان مشر ډېوېډ بېسلي راتلونکی یو نیم کال هغه موده یاده کړې چې د بسپنو نه تر لاسه کولو په صورت کې به نړۍ دا نوی انساني کړکېچ تجربه کړي.
ښاغلي بېسلي له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره مرکه، د نړۍ د ګڼو هېوادونو له ډلې یوازې امریکا او جرمني ستایلي چې تېرکال یې ډېرې بسپنې ورکړې.
خو نوموړی پر چین، خلیج هېوادونو، نړیوالو میلیاردرانو او نورو بډایه هېوادونو غږ کوي چې دې درانه بار ته اوږه ورکړي.
ښاغلي بېسلي چې راتلونکې اوونۍ یې د نړۍ ترټولو لوی بشردوستانه سازمان د مشر په توګه دنده پایته رسېږي، وایي د خوړو نړیوال سازمان له لوږې سره د مخ خلکو لپاره په هغه کچه مرستې نه دي راټولې کړې چې اړتیا یې ده.
دی وایي د ځمکې پر مخ د ۴۰۰ ټریلونو ډالرو په ازرښت شتمني شته او د دې لپاره هېڅ لامل نشته چې یو ماشوم له لوږې او خوارځواکی ومري.
د خوړو د نړیوال سازمان د مشر څرګندونې داسې مهال خپرېږي چې د نړۍ لرو بر کې لوږه او بېوزلي لوړې کچې ته رسېدلې.
افغانستان د ملګرو ملتونو په وینا د وګړو له نیمايي ډېر یې له بدې ورځې او خوړ له کمښت سره مخ دي. په پاکستان کې د اوړو ترلاسه کولو کې له لسو ډېر انسانان مري، یمن کې د خوارځواکه ماشومانو انځورونه د نړۍ د انساني ناورینه تر ټولو دردونکې بېلګه ده.