د افغانستان اقتصادي حالت: صنعتکاران وايي پر توليدځايونو يې ډېر اغېز نه دی کړی

له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د دغه هېواد اقتصاد ځپل شوی، او بېوزلي په کې پرله پسې په زياتېدو ده. خو دغه هېواد کې د صنعتکارانو ټولنه وايي پر صنعت او د تولیدځايونو اغېز ډېر نه دی شوی.

ځينې يې بيا وايي کاري چارې يې اسانه شوې خو ستونزې هم لري. همدې وخت کې په لومړي ځل افغانستان کې توليد شوي سپین کاغذ له دغه هېواده بهر صادر شوی دی.