د تونس سواحلو ته نږدې د کډوالو دوو لېږدونکو بېړیو ډوبېدو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي

لږ ترلږه ۲۹ کډوال چې ايټاليا ته پر لاره وو د مديترانې په سمندر کې ډوب شوي دي. د دغو کډوالو دوه بېړۍ د څو ساعتونو په توپیر د تونس ختیزو سواحلو ته نږدې ډوبې شوې دي.

د بشري حقونو يوې ډلې او د ټولنيزو او اقتصادي حقونو یوې ټولنې ويلي، د تونس ساحلي ساتونکو پنځه کسان ژغورلي دي.

د راپورونو له مخې د تونس ساحلي ګارډ يوازې په تېرو دوو ورځو کې ۵۶ کښتۍ چې ايټاليا ته روانې وې درولې دي.

د تونس ملي ګارډ حسام جبابي ويلي، تر دری زرو ډېر کسان چې غوښتل يې له هېواده ووځي نیول شوي دي.

د ايټاليا د لامپدوسا ټاپو کې چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰۰ کډوال ورغلي چې تر دې دمه په کم وخت کې تر ټولو لوړې شمېرې بلل کېږي.

تونس د هغو کډوالو لپاره د ورتګ اصلي مرکز ګرځېدلی چې دوی غواړي له افريقا - اروپا ته ولاړ شي او همدا ډول په تونس کې مخ پر زياتېدونکي اقتصادي کړکېچ دغه ستونزه لا پسې زياته کړې ده.

د ملګرو متلونو د شمېرو له مخې، سږ کال له تونسه لږ تر لږه ۱۲ زره کسان ايټاليا ته تللي چې د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر ۱۳۰۰ تنه وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د تونس ولسمشر قيس سعيد د افريقا له سویل څخه تللي کډوال تورن کړل چې په هېواد کې يې جرمونه ترسره کوي او د د نفوس انډول ته يې ګواښ بولي.

افريقايي ټولنې د هغه پر څرګندونو سختې نيوکې وکړې او د بشري حقونو ډلو دا توکمپاله کرکه وبلله.

څه کم يوه مياشت وړاندې د ايټاليا په سوېلي ساحل کې د کډوالو يوې کښتې ډوبېدو له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۶۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغې کښتۍ کې سپاره کسان د افغانستان، پاکستان، سومالیا، عراق او ایران اوسېدونکي وو. د مسافرو کره شمېره لا هم نه ده څرګنده، خو ګومان کېږي چې تر ۲۰۰ پورې کسان به وو.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، وو چې کښتۍ له يوې ډبرې سره ټکر شوې وه.

د مدیترانې لاره په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو وژونکې لار بلل کېږي. د څارونکو ډلو په وینا، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دغه سمندرګي کې تر ۲۰ زره ډېر کسان مړه یا ورک شوي دي.