تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايټالیا وايي يوه بېړۍ چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو ژغورلې ده
ایټالوي چارواکي وايي د کب نیونې هغه کښتۍ یې له ډوبېدو ژغورلې چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو او په ناقانونه توګه یې سفر کاوه.
په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایټالیا سمندري ځواک د کډوالو یوه کښتۍ د لامپېډوسا ټاپو کې له اوبو راوباسي.
د ایټالیا سمندري ګارډ د ژغورنې ډلې چې دغو عملیاتو کې ونډه درلوده ویلي، یو تن یې د انساني قاچاق په توګه نیولی دی.
د دې پېښې خبر داسې مهال خپرېږي چې لا هم تېره اوونۍ د ډوبې شوې کښتۍ ورکو کسانو پسې لټون روان دی، د دغه پیښې ډیر قربانیان افغانان یادیږی. تر اوسه د ۳۲ افغانانو جسدونه پېژندل شوي خو ویل کېږي لا هم ډېر کسان نه موندل شوي.
ایټالیا کې یوه افغانه فعاله چې له هغه پېښې ژوندیو راوتلو سره یې لیدلي وايي داسې کورنۍ هم شته چې پنځه غړي يې اوبو وړي خو یوازې يو جسد په لاس ورغلی.
په مړو شویو کې ۱۴ یې ماشومان هم دي.
دا لا روښانه شوې نه ده چې د افغان کډوالو جسدونه به څه ډول افغانستان کې کورنیو ته رسېږي.
مړو شویو کې د پاکستان تر څنګ د ځينو نورو هېوادونو وګړي هم شته.
ترکيه وايي سمندر کې ايسار ۶۰ کډوال يې ژغورلي
ترکي پوله ساتو هغه نژدې ۶۰ تنه کډوال ژغورلي چې سمندر کې ایسار وو.
بي بي سي هغه ویډیو تر لاسه کړې چې له ژغورنې وړاندې دوی سمندر کې د ترکیې او یوناني پوله ساتو ترمنځ ایسار دي.
دا ویډیو د شپې پرمهال جوړه شوې، د کډوالو غږونه اورېدل کېږي چې د مرستې غوښتنه کوي. کډوال وايي چې د ترکیې او یوناما د سمندري پوله ساتو ترمنځ ایسار دي.
کډوال وايي دوی نژدې شپیته تنه دي چې ساحل ته نژدې په سمندر کې ایسار دی، یوې خواته یې ترکي او بله خواته یوناني پوله ساتې دي. دوه لورو ته په تپه تیاره کې څراغونه ښکاري چې د دوی پر لور روښانه کړل شوي دي.
دی وایي یوه خوا يې هم نه پرېږدي، څه وکړي او کومې خواته ولاړ شي، بیا وايي دې کښتې کې ماشومان او ښځې هم دي.
ترکي چارواکو ویلي دا کډوال یې ژغورلي او خوندي ځای ته یې رسولي دي.
ترکیه د افغانانو او د نورو هېوادونو د ناقانونه کډوالو مهمه لار ده چې غواړي له دې لارې اروپا ته ځانونه ورسوي. خو د یو لوی شمېر کډوالو ژوند هر کال د سمندر په څپو کې لا هو کېږي.
کډوالو په وړو کښتیو کې له ترکیې یونان، ایټالیا او نورو اروپایي هېوادونه ته ځانونو رسول غواړي.
په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د کډوالو د مرګژوبلې دوې غمجنې پېښې رپوټ شوي. وروستۍ یې ایټالیا سمندر غاړې ته څېرمه د بېړۍ ډوبېدل چې له سلو د زیاتو کډوالو ژوند یې واخیسته. له دې پېښې وړاندې بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د اتلسو کډوالو مړي وموندل شول، چې په ناقانونه توګه د لېږد لپاره د لرګیو لاندې پټ کړل شوي وو.