تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نړۍ کې د کډوالۍ تر ټولو سختې او خطرناکې لارې کومې دي؟
وېره ده چې روانه اونۍ د ايټاليا په سویلي سمندرګي کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د ماشومانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر له سلو واوړي.
په ایټالیا کې د افغانانو ټولنه وايي د هغې کښتې د ډوبېدو په پېښه کې چې له ترکیې ایټالیا ته روانه وه تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د "۷۲ افغانانو مړي" هم موندل شوي. خو د ایټالیا د حکومت لخوا د دغو شمېرو په اړه چې د افغانانو ټولنه یې یادوي څه نه دي ویل شوي.
د افغانانو د ټولنې مشر اختیار ګل مشرقیوال بي بي سي ته ویلي "لسګونه نور افغانان لادرکه دي."
بل پلو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم اندېښنه ښوولې چې کېدای شي په مړو شویو کسانو کې له شلو ډېر پاکستانیان هم شامل وي. ویل کېږي چې په دې کښتۍ کې، افغانان، پاکستانیان، ایرانیان او سومالیایان سپارو وو.
دا د کډوالو د کومې کښتۍ د ډوبیدو یا له خپل کور او مېنې لرې د کډوالو د مرګ ژوبلې کومه نوې پېښه نده او وضعیت ته په کتو ښايي وروستۍ هم نه وي ځکه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وګړي د راز راز دلایلو له کبله کډوالۍ ته مخه کوي ځينې یې قانوني لارې ګوري او ځينې یې له ډېرې مجبورۍ ان په سختو لارو تګ ته زړه ښه کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۰ مېلیونه وګړي کډوال دي او په تېرو نږدې لسو کالونو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان اروپا یا امریکا ته د رسیدو پر لاره مړه یا لا درکه شوي دي.
خو له دې ټولو سره په نړۍ کې د کډوالۍ تر ټولو سختې لارې کومې دي او ولې؟
د روم بحیره
د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او اېم د معلوماتو له مخې دا د نورو هېوادونو پر لټه خلکو لپاره د نړۍ تر ټولو خورا خطرناکه لاره ده.
اټکل کیږي چې د له ۲۰۱۴م کال راهیسې له شمالي افریقا د اروپا په تکل وتلي شاوخوا ۲۶ زره خلک پر دې لاره مړه شوې دي.
په دې سمندرګي کې له ډېرو زړو او لویدلو کښتیو کار اخیستل کیږي او معولا یې انساني قاچاق کونکي او په سختو جرایمو کې ښکیل کسان چلوي.
د اروپا د پولو ساتنې یوې ادارې فورنټېکس په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۵م کاله راهیسې دوی په دې لار له ۶۳۰۰۰۰ ډېر کسان له مرګه ژغورلي دي.
د افریقا دننه ځينې سختې لارې
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴م کال راهیسې له افریقایې ځینو هېوادونو بهر ته د وتلو په نیت وتلي شاوخوا ۱۲۳۰۰ کسان خپله افریقا کې نادرکه شوې دي.
ځينې افریقاییان خپل سفر د اوږدو او پراخو صحراګانو یا دښتو پیلوي چې بیا د شمالي افریقا ځينې هېوادونو ته ورسیږي.
په دې لارو خراب موسمي حالت او طوفانونه ډېر ګواښوونکي وي او د کډوالۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۲۲م کاله پورې په دې لار نږدې ۶ زره کسان مړه موندل شوې دي.
د امریکا او مکسيکو پوله
د امریکا او مکسیکو تر منځ پوله د کډوالو لپاره ډېر ستر ګواښ دی. دا ځای د ویروونکو صحراوو تر څنګ د پېچلي او سخت جغرافیایې جوړښت له کبله بدنام دی او کډوال پکې امریکا ته د رسیدو په موخه په اوبو او ځمکه سخت لالهانه سفرونه کوي.
په دې لار ډېر مړي په اوبو کې د ډوبیدو له کبله کیږي او د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او اېم د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه په دې لار ۴۳۰۰ کسانو ژوند بایللی دی.
د دوی له منځه له ۲۶۰۰ ډېر یې د ډوبیدو او شاوخوا ۷۰۰ یې د خوړو یا اوبو نشتوالي له کبله مړه شوې دي.
په دې لار کې وروستۍ یوه ډېره خونړۍ پېښه په ۲۰۲۱م په ډېسمبر میاشت کې وه چېرې چې د مکسیکو په چیاپاس سیمه کې ۵۶ کډوال د لارۍ موټر په یوه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
د اسیا مرګوني لارې
د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي "په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ په هرو لسو کډوالو کې ۴ هغه یې اسیایان وو" او په وینا یې په په اسیا کې هم د کډوالۍ ځينې سختې لارې شته چې د کډوالو ژوند اخلي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي چې په تېرو اتو کالونو کې لږ تر لږه دوی ۵۵۰۰ کسان ثبت کړي چې په دغو لارو نادرکه شوې.
د دوی له منځه ډېر یې د بنګله دېش او روهنګیا وګړي وو چې په خلیج بنګال یا انډیمان سیمه کې اروپا ته په لار یې د ژوند بیه پرې کړي.
په اسیا کې د کډوالۍ بله سخته لار د ایران او ترکیې تر منځ تګ دی، پدغې لار له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې بې ثباتي ډېره او بیا پسې طالبان واکمن شول تګ خورا زیات شوی.
پدغې لار له سختو مزلونو ور ها خوا کله کله افغان کډوالو د ایراني او ترکي پوله ساتو له خورا سخت چلند او وهلو ډبولو هم شکایتونه کړي دي.