تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ روسیې د اوکرایین په بېلابېل ښارونو توغندیز بریدونه کړي
اوکراییني چارواکي وايي، روسیې په اوکرایین کې د توغندیو د بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړې، چې په خارکیف او اودیسا کې یې د استوګنې ودانۍ او زیربناوې په نښه کړې دي.
د اوکرایین د چارواکو په وینا، دا بریدونه په څو سیمو کې د بندیدو لامل شوي دي.
د اودیسا والي ماکسیم مارچینکو وویل، چې د دې بندري ښار د انرژي په تاسیساتو لوی توغندیز برید شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د استوګنې سيمې هم په نښه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د خارکیف د سیمه ییز حکومت مشر اولیګ سینګوبوف وویل، چې په خارکیف او شاوخوا سیمو کې "نږدې پنځلس" بریدونه شوي چې "مهمې زیربناوې" او د استوګنې ودانۍ یې په نښه کړې دي.
په ختیځ ښار دنیپرو او نورو سیمو کې هم د زیاتو بریدونو راپور ورکړل شوی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه باندې یو کال مخکې پر اوکرایین برید پیل کړ.
له هغه وخت راهیسې په لسګونو زره جنګیالي او ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي او په میلیونونو اوکراینیان بې ځایه شوي دي.
د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو مشرې اپریل هینس وايي، ګمان کېده چې ښاغلی پوتین به څوکاله جګړې ته دوام ورکړي خو د دې په وینا روسیه دومره پیاوړې نه وه چې سږکال لوی نوي بریدونه پیل کړي.
نوموړې وويل، دا جګړه په داسې یوې شخړې بدله شوې، چې هېڅ لوري په کې ځانګړې پوځي ګټه نه لري.
میرمن هاینز وايي، کیدای شي روسیه له هغو ځمکو دفاع وکړي چې دمګړۍ یې تر واک لاندې دي.
نوموړې زیاتوي، چې د دې کار لپاره روسیه "له بل هېواد څخه په زور ځواک راټولواو وسلو" ته اړتیا لري.
د میرمن هاینز په اند روسیه ان د همدې نیولو شویو ځمکو ساتلو لپاره هم له بل هېواده ګټه اخیستو ته اړه ده.
د اوکرایین پوځ ادعا کوي چې د هېواد ختیځه برخه کې د ځینو سیمو کنترول ترلاسه کړی خو په بخموت ښار بریدونه ښيي چې دا ادعا یې سمه نه ده.
روسیه له میاشتو راهیسې هڅه کوي چې باخموت ونیسي.