تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: د اوکرایین جګړه یوه ورځ کې ختمولی او د نړیوالې جګړې مخه نیولی شم
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که بیا ولسمشر شي، د اوکرایین جګړه په یوه ورځ کې درولی شي.
نوموړي دا خبرې د یکشنبې په ورځ د محافظه کارو مشرانو یوې کلنۍ غونډې ته کړې دي.
ټرمپ ویلي، پر روسیه د اوکرایین څه باندې یوه کلنه جګړه "ډېره ژر پای ته رسولی شم، دا کار تر یوې ورځې ډېر وخت نه نیسي. ښه پوهېږم چې دواړو غاړو ته څه ووایم".
د ښي اړخو دې غونډې ته چې واشنګټن کې درې ورځې روانه وه، ټرمپ ټینګار وکړ چې نور به په نړۍ کې جګړې نه وي:
"د دریمې نړیوالې جګړې مخه به ونیسم او په ډېره اسانۍ".
ټرمپ پخپله دوه ساعته وینا کې پر "ناوړه کمونیستي کابوس" د اوښتو د مخنیوي او د امریکا د ژغورلو ژمنه وکړه.
ده وویل، که بیا د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېږي، د اوسني ولسمشر جو بایډن سیاستونه به سرچپه کړي.
د ۲۰۲۳ غونډه د ټرمپ د نورو ملاتړو د ویناوو شاهده هم وه، همدا شان د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د احتمالي نوماندانو ویناوې هم پکې وشوې.
د امریکا دغه مخکیني ولسمشر د د برازیل له ولسمشر جایر بولسونارو سره هم وکتل او ښاغلي بولسونارو د ټرمپ ملاتړ اعلان کړ.