بریتانیا کې به د ۱۲ زره پناه وړونکو غوښتنلیکونو باندې له مخامخ مرکې پرته غور کېږي

بريتانيا کډوال

بریتانیا ته د راغلیو تقریبا ۱۲۰۰۰ پناه وړونکو پر غوښتنلیکونو به پرته له دې چې مخامخ مرکه ورسره وشي د فورمې ډکولو له لارې غور وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ۱۰ پاڼو یوې فورمې د ډکولو او پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو له لارې به هغو پناه غوښتونکو ته چې له افغانستان، اریتریا، لیبیا، سوریې او یمن څخه راغلي او له تېرې جولای میاشتې وړاندې یې غوښتنلیکونه سپارلي- پرېکړه کېږي چې د پناه ورکولو وړ دي که نه.

د دې اقدام هدف دا دی چې د پناه غوښتلو قضیې چې شمېر یې ډېر دی ژر وڅېړل شي. لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پایه به دا کار سرته رسوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي دا د ټولو پناه غوښتنونکو د عمومي منلو په معنا نه ده - بلکې د پنځو هېوادونو د پناه وړونکو د قضیو څېړنه به ګړندۍ کړي.

دا وزارت وايي له دغو هېوادونو څخه تراوسه د ۹۵سلنه کسانو غوښتنلیکونه منل شوي.

مامورین وايي دا کسان به له امنیتي او جنايي پلوه چک یا ارزول کېږي او بایومتریک به یې اخیستل کېږی. خو دا لومړی ځل دی چې مخامخ مرکو ته به اړتیا نه وي.

خو، پناه غوښتونکي به یوه اوږده فورمه ډکوي او تر ۴۰ پورې پوښتنو ته به ځوابونه ورکوي.

دا پوښتنلیک به په انګلیسي ژبه ډکېږي او د ۲۰ کاري ورځو په ترڅ کې به سپارل کېږي، که نه نو د کورنیو چارو وزارت به ښايي فکر وکړي چې له غوښتنلیک څخه صرف نظر شوی او بېرته اخیستل شوی.

خو، مامورین وايي که د فورمې ځواب دوی ته ونه رسېږي یوه دویمه خبرتیا به هم استول کېږي، او د هر غوښتنلیک په هکله به د هغې د وړتیا پربنسټ پرېکړه کېږي.

د غوښتنلیکونو تراکم او ډېروالی

په داسې حال کې پخوا د مخامخ مرکو پر اهمیت باندې ټینګار کېده، ښايي اوس پر کورنیو چارو وزارت باندې نیوکې وشي چې په دې ډول د دې بهیر ګړندی کول ښايي له دې امله وي چې لومړي وزیر ژمنه کړې وه چې د ډېرو راټول شويو غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر ګړندی شي، او په دې ډول ښايي د هغو کسانو د پېژندلو لپاره دقیق چک او ارزونه ترسره نه شي چې بریتانیا کې د اوسېدو حق نه لري.

تېره میاشت، له افغانستان څخه راغلی یو پناه غوښتونکی د بریتانیا د بورنموت په سیمه کې د یوه سړي د وژلو له امله عمري بند محکوم شو.

څرګنده شوه چې، بریتانیا ته له راتلو وړاندې، لونګین عبدالرحیمزی په سربيا کې هم د قتل په تور مجرم ګڼل شوی و او یو فراري و.

د کورنیو چارو وزارت وايي په دې نوي سیستم کې به ټول کسان د جنايي ډېټابېس د معلوماتو له مخې ارزول کېږي، او د امنیتي پلوه به چک کېږي.

د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې پرېکړې ته انتظار باسي خورا ډېر شوی او ۱۶۶۰۰۰ ته رسېږي.

د هغو ارقامو له مخې چې د پنجشنبې پر ورځ خپاره شول په ۲۰۲۲ کې د پناه غوښتنو د قضیو شمېر په بریتانیا کې تقریبا ۷۵۰۰۰ و، چې دا په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو لوړ دی.

تقریبا ۱۱۰۰۰۰ کسانو د خپلو قضیو په اړه د پرېکړې لپاره تر شپږو میاشتو زیاته موده انتظار ایستلی.

په ۲۰۲۲کال کې د پناه غوښتنو په اړه پرېکړو کې له ۳ پر۴مه برخې ډېرو ته پناه ورکړل شوې ده- چې په تېرو ۳۰ کلونوکې تر ټولو لویه شمېره ده.

په ډسمبر کې، لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه وکړه چې د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې له شپږو میاشتو ډېر یې د خپلو قضیو لومړنۍ پرېکړې ته انتظار ایستلی- نیمايي ته راکم کړي. په دې ډله کې له ۹۲۰۰۰ زیات کسان پېژندل شوي دي.

د لومړي وزیر د دفتر د دې پرېکړې هدف دا دی چې غواړي د زرګونو کډوالو د قضیو څېړنه ساده اوګړندۍ کړي. ځینې دا کډوال ښايي په وړو بېړیو کې راغلي وي او غواړي به چې بریتانیا کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړي.

تېر کال په وړو بېړیو کې یو بېساری شمېر ۴۵۷۵۶ کسان بریتانیا ته رسېدلي دي.

چارشنبې پر ورځ جي بي نیوز سره یوه مرکه کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سوېلا براورمن وویل: "روښانه ده چې موږ د خپل هېواد په ښارونو او ښارګوټو کې له یو پایښت نه لرونکي وضعیت سره مخ یو، ځکه چې خورا ډېر خلک په ناقانونه توګه راځي او زموږ قانوني دنده ده چې هغوی ته د استوګنې ځایونه چمتو کړو، او اوس اړیو چې هوټلونو کې ورته ځای ورکړو."

د کورنیو چارو وزارت غواړي د پناه غوښتنې د قضیو ارزولو لپاره سږکال د خپلو مامورینو شمېر دوه چنده زیات کړي چې د ارزونې پروسه ګړندۍ کړي.

خو د مخالف کار ګرګوند مشر سر کيېر ستارمر بي بي سي سره مرکه کې وویل د پناه غوښتنې سیستم "مات شوی" او [د حکومت] وړاندیز "څرګند خطرونه" لري.

هغه وویل زیاتره خلک چې بریتانیا ته راځي "د جنايی ډلو لخوا راوړل کېږي چې د انسانانو له بدبختۍ پیسې جوړوي". هغه زیاته کړه چې کارګر ګوند به جنایتونوسره د مبارزې ملي ادارې په چوکاټ کې یوه تخصصي څانګه جوړه کړي چې دا مسلې سمبالې کړي.

د پناه وړونکو شورا او د بریتانیا سره صلیب پخوا حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې د هغو هېوادونو پناه غوښتونکو لپاره چې د منل کېدو چانس یې ډېر دی یو ګړندی بهیر رامنځته کړي.

تېر کال، هغوی وړاندیز کړی و چې له افغانستان، اریتریا، سوریې، سودان او ایران څخه راغلیو کسانو ۴۰ زره قضیې باید په دې کټګورۍ کې شاملې شي.

خو اوس د سودان او ایران پناه غوښتونکي ځکه له دې کتګورۍ یا کتار ایستل شوی چې د هغوی د منل کېدو چانس یوڅه ټیټ دی، که څه هم ۸۰ سلنې ته رسېږي.