بلغاریا کې د کډوالو' مړينې پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، Reuters
بلغاریا کې پولیس وايي، څلور مشکوک کسان یې په دې هېواد کې د بشري قاچاق یوې مرګونې پېښې په تړاو نیولي دي. د بلغاریه پولیسو له دې مخکې ویلي، په یوه لارۍ موټرکې موندل شوي ۱۸ مړي، او پاتې نیمه ساه وګړي افغانان دي.
مړو کې یو یې ماشوم و او ۳۴ نور چې له حاله وتلي و له شپږو تر وه کلنۍ دوه ماشومان هم پکې شته چې روغتون ته وړل شوي.
د ځېنو کسانو روغتیايي حالت خواشینونکی ښودل شوی. پولیس پلټنې کوي.
خو سم لاسي، د بلغارییې د څېړنو ادارې مشر بوریسلاو سارافوف وايي، په لارۍ کې د لېږدېدونکو کسانو ساه ګانې خپه شوې، او دا چې اکسېجن پرې کم شوی.
پولیس وایي دا لارۍ موټر د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا د شمال ختیځ ۲۰ کیلومترۍ کې لوکورڅکو کلي ته نږدې درول شوی او دا چې ناقانونه کډوال پکې د دوی قاچاق لپاره په جوړو شویو تنګو برخو کې ځای پر ځای شوي وو.
رویټرز خبري اژانس ددغه چارواکي له خولې ویلي چې، د کډوالو دغه قافله له ترکیې د بلغاریه سویل ختیځ ښار یامبول ته اوښتې وه، دوه ورځې یې په ځنګله کې تېري کړي، او د لرګیو په سوځولو یې تر یوه بریده ځان تود ساتلی، خو وروسته هلته نور د پاتېدو موکه ورته نه وه، اکسیجن نه و ورسېدلی، له څو ورځو یې یې خواړه نه دي خوړلي، او یخنۍ وهلي وو.
یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي اتاناس الکووف ویلي، هغه څلور تنه یې د پیښې په تړاو نیولي چې لا پخوا د انسانانو په قاچاق پړه پېژندل شوي وو.
بلغاریه د ختیځې اوروپا په پیل کې هغه هېواد دی چې د منځني ختیځ، افغانستان او نورو هېوادونو وګړي یې اوروپا ته د ناقانونه لارې په توګه کاروي.
دا بلغاریا کې تر دې دمه د ناقانونه کډوالو اړوند تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغه هېواده د ناقانونه کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه کسان چې د امنیتي اندېښنو، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېږدي، هڅه کوي چې په مرګونو لارو ځان اروپايي او نورو هېوادونو ته وباسی.









