تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکسیکو کې پر یوه زندان له برید وروسته لسګونه زندانیان تښتېدلي
د مکسیکو په شمال کې له یوه زندانه په لسګونه زندانیان وروسته له هغې وتښتېدل چې وسله والو په زندان برید وکړ.
د رپوټونو له مخې بریدګر د نشه یي توکو د پلورونکو یوې ډلې غړي وو، چې په ځايي وخت اووه بجې په زغره والو موټرو کې زندان ته ورسېدل او د زندان پر ساتونکو یې ډزې پیل کړې.
په سرحدي ښار سیوداد خوارز د بې رحمه او ترهګریز برید په ترڅ کې د څلورو زندانیانو په ګډون لس کسان ووژل شول.
پولیس وايي، شاوخوا ۲۴ زندانیان تښتېدلي دي.
د زندان دننه چېرته چې د بېلابېلو جنايي ډلو او د نشه یي توکو پلورونکي زندانیان په جلا جلا خونو کې پراته وو هم برید شوی چې ۱۳ کسان یې ټپیان کړي دي.
د زندان مسولینو ویلي چې، له دغو ټپیانو څلور یې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
له زندانه بهر د یو شمېر زندانیانو خپلوان راټول شوي وو، ژړل یې او یو بل یې په غېږ کې نیول او د خپلو دوستانو په اړه د خبر اورېدو په تمه وو.
یوې ښځې بي بي سي ته وویل چې، بریدګر تورې جامې اغوستې وې، په وسلو سمبال وو او په هر هغه موټر یې ډزې کولی چې له سیمې تېرېده.
دغه ښار د دوو سیالو نشه يي توکو د ډلو سینالوا او خوارز تر منځ د خونړیو نښتو شاهد دی چې تېره لسیزه کې یې زرګونه کسان وژلي دي.
دغه زندان یو پاڅون هم تېر شوی چې زندانیان پکې له زندانه بهر سړکونو ته راووتل چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي وو.
دواړه پېښې د نشه یې توکو د پلورونکو د هغه ځواک ښکارندویي کوي چې لا هم په سیسټماتیک ډول کار کوي.
څارنولانو د دغه وروستي برید په اړه د پلټنو ژمنه کړې.
له تېښتې څو شېبې وړاندې وسله والو کسانو په یوه نږدې کوڅه کې پر پولیسو ډزې وکړې، پولیس د خپل موټر په مرسته تعقیب کړل چې په پایله کې یې څلور کسان ونیول.
ورته مهال بیا د ښار په یوه بله سیمه کې هم دوه نور موټر چلوونکي وروسته له هغې ووژل شول چې چارواکي یې وسله وال برید یادوي.
چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې آیا دا دواړه پېښې له یو بل سره څه تړاو لري که نه.
د ښار په يوه بله سيمه کې دوه نور موټر چلوونکي وروسته له هغه ووژل شول چې چارواکي يې وسله وال بريد بولي.
چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي، چې ایا دا پېښه له کومې سره تړاو لري.