تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکسیکو کې ۹ امریکايان ووژل شول
د مکسیکو شمال ته د نشه يي توکو د سوداګرو مرګوني برید کې پنځه امریکايي وګړي چې یوه مور او څلور یې بچیان دي وژل شوي دي.
ویل کېږي وژل شوي د له بارون غړي دي، چې له مورمونانو بېله شوې څانګه ده او له څو لسیزو راهیسې مکسیکو کې اوسېږي.
د رپوټونو له مخې د دې ډلې د څلور میندو په ګډون ۱۴ کسان په څو ګاډو کې له سنورا ایالت د چي واوا ایالت ته روان وو، چې په باویسپه ښار کې د وسلوالو له کمین سره مخ شول.
د پېښې ځای کې سوځېدلی موټر هم پروت دی چې د قربانیانو د مړو پاتې شوني هم پکې دي. دا هم شونې ده چې ځینې قربانیان ژوندي سوځول شوي وي، ځینې نور هم ورک دي.
ځايي رسنۍ وايي، ممکن دا برید د تېروتنې له امله وي.
د قربانیانو خپلوان وايي، د مور سره څلور وژل شویو بچیانو کې دوه غبرګوني، یو اته کلن او بل لس کلن ماشوم هم دی.
دوه ښځې او دوه ماشومان هم د تېښتې پر مهال وژل شوي دي.
ځینې رپوټونه وايي نورو ځایونو کې هم څو مړي موندل شوي او ښايي هغه کسان ژوندي پاتې وي چې تښتېدلي دي.
د چي واوا ایالت څارنوال وايي، د وژل شویو د شمېر په هکله مالومات لا هم کره نه دي.
له بارون د وژل شویو کسانو شمېر ۹ ښيي، خو ځايي رسنۍ دا شمېر ۱۲ بولي.
د مکسیکو مورمونان د نشه يي توکو له ډلو سره د مخالفت اوږده مخینه لري او اټکل دی چې دا برید هم د نشه يي توکو یوې وسلوالې ډلې کړی وي چې د دې دوو ایالتونو ترمنځ فعاله ده.
له بارون ټولنې د ځانګړي امنیت غوښتنه کړې ده.