تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستاني طالبانو له غورځنګ سره د نویو سخت دریځو ډلو بیعت
په پاکستان کې ترهګرۍ پېښو بیا سیوری غوړولی، په بنو کې د یوه حکومتي مرکز له برمته نیونې، نیولي بیا دوه ورځې وړاندې اسلام اباد کې له ځانمرګي چاودنې داسې ښکاري، چې هلته وسله وال یو ځل بیا د منظم فعالیت پیلولو هڅه کوي.
په اسلام اباد کې له چاودنې وروسته د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) په یوه خپور شوي بیان کې نه یوازې د دې بريد مسولیت ومانه بلکې اعلان یې وکړ، چې د بلوچستان د مکران سیمې یوې سخت دریخې ډلې له دوی سره بیعت کړی.
د اداري جوړښت له مخې د مکران په سیمه کې د بلوچستان درې مهمې ولسوالۍ ګوادر، کیچ او پنجګور راځي او دا ځای په لوېدیځ کې له ایران سره اوږده ګډه پوله لري.
مکران د بلوچستان هغه سیمه ده چې تر ډېره پکې بلوڅان مېشت دي او وار له مخې د بلوچ وسله والو له سخت دريځۍ اغېزمنه ده، د پاکستان حکومت د دې سیمې د امنیت ساتلو لپاره له پولیسو ور ها خوا پوځ هم ګومارلی دی.
له بلوچستانه پاکستاني طالبانو سره یو ځای شوې ډله څنګه فعالیت لري؟
د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ویاند محمد خراساني په وینا د بلوچستان د مکران له زون سره تړاو لرونکي ډلې د ټي ټي پي له امیر ابو منصور عاصم مفتي نور ولي په لاس د هجرت او جهاد بیعت کړی.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، "د مزار بلوچ په مشرۍ دا ډله چې له دوی یې بیعت او ملاتړ اعلان کړی ښه سابقه لري."
په دې اړه د پاکستان د امنیتي چارو څېړونکي او د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټېټیوټ یوه مشر محمد عامر رانه بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا یوه ناپېژندل شوې ډله ده " ټي ټي پي چې د کومې ډلې یادونه کړي داسې نه ښکاري چې مخکې دې په کوم ورانکاري کار کې ښکېله وي."
هغه زیاته کړه" دوی له وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه خو په مستقله توګه په دوی پورې داسې تړلي ډله نه وه، چې اوس شوه."
د بلوچستان د چارو یوه بل کارپوه شهزاده ذولفقار بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو سره یو ځای شوې دغه نوې ډله ډېره مشهوره او منظمه نه ده خو په وینا یې که له دې وروسته په مکران یا کومه بله سیمه کې څه پېښیږي نو ثابتیدای شي چې دا څومره اغېزمنه ډله ده.
که څه هم د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، چې له مکران ډوېژن مخکې له رخشان ډوېژن نوشکي سیمې هم یوې ډلې له دوی سره بیعت کړی خو تر اوسه له نوشکي یا شاوخوا سیمو څخه د پاکستاني طالبانو غورځنګ د کومې پېښې مسولیت نه دی منلی.
د بلوچستان د چارو کارپوه ذولفقار وایې "په مکران او شاوخوا سیمو کې په مذهبي سخت دريځۍ کې کومه ځانګړې ډله ډېره نده ښکېله خو ځينې داسې کسان حتما شته چې د شخصي ښوونځیو مخالفت یې کاوه."
په ټوله کې باور دا دی چې که له طالبانو سره یو ځای کېدونکو ډلو منظم فعالیت وکړ نو پر بلوچستان به اغېز وکړي.
ذولفقار وايي" که دا روزل شوې خلک وي او یا که د بلوڅو وسله والو او دوی تر منځ له پخوا څه همکاري وي نو بېشکه چې دا نوی ایتلاف بیا حکومت ته سرخوږی جوړولی شي."
له دې ټولو ور ها د مکران له سیمې دغه نوي خبر ته پام ځکه هم ډېر دی چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سي پېک او د نورو ډېرو مهمو پروژو مرکز ګوادر دی چې نه یوازې د مکران ډوېژن برخه ده بلکې په بلوچستان کې د ګوادر بندر او د پاکستان نورو سیمو سره د وصلیدو ډېرې لارې له همدې مکران سیمې تېرېږي.
له دغه ستراتژیک ځایه د مزار بلوچ په مشری ډلې د پاکستاني طالبانو له غورځنګ څخه د بیعت اعلان د ډېرو پام د دغې جغرافیې راتلونکي او د دې دوه ډلو راتلونکو همکاریو ته اړولی.