حامد کرزي د ترکيې د بهرنيو چارو وزير او ځينو پخوانيو افغان چارواکو سره کتلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکيې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او د افغانستان د دولت له یو شمېر پخوانیو چارواکو او بهر مېشتو سیاسي څېرو سره په ترکيه کې لیدلي.

د ولسمشرۍ د پخواني مرستیال کریم خليلي په ګډون د افغانستان د پخواني دولت چارواکو له ښاغلي کرزي سره د خپلو ناستو په تړاو پر ټولنیزو رسنیو ليکلي چې په دغو ناستو کې د افغانستان پر روان حالت خبرې شوې.

د تېر جمهوریت او ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر مرستیال کریم خليلي پر ټولنیزو رسنیو ليکلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ترکیې په استانبول ښار کې پر "مهمو سیاسي موضوعاتو" غږېدلی.

د نوموړي په وینا په دغه کتنه کې ویل شوي چې د افغانستان د مسئلې یوازینۍ حل لاره د افغانانو تر منځ خبرې دي.

ښاغلي خليلي پر فېسبوک ليکلي چې د دوی په لیدنه کې هیله څرګنده شوې چې د افغانستان د مسئلې سوله‌ييز حل ته به د افغانانو تر منځ د خبرو له لارې اصولي او پایېدونکې لاره وموندل شي او دا به دايمي ټیکاو او ټولنیز عدالت ته لاره برابره کړي.

د افغانستان د پخواني دولت بل چارواکي او سیاستوال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق هم ليکلي چې له ښاغلي کرزي سره یې د افغانستان پر روانو چارو خبرې کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم پر خپله ټویټر پاڼه له ښاغلي کرزي سره د ناستې تصویر خپور کړی او ليکلي يې دي چې د افغانستان له خلکو او د افغانستان له ثبات څخه د ترکيې ملاتړ دوام مومي.

په خپاره شوي تصویر کې له ښاغلي کرزي سره د هغه د ولسمشرۍ مهال د کورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل او د هغه د دفتر مشر کریم خرم هم ښکاري.

په ترکيه کې د افغانستان د پخواني دولت ځينې چارواکي، د جهادي تنظيمونو مشران او ځینې نورې سیاسي څېرې هم اوسېږي.

له دوی وړاندې په جرمني کې هم د افغانستان د عدلیې د پخواني وزیر فضل احمد معنوي په ګډون ځینو افغان شخصیتونو لیکلي وو چې له ښاغلي کرزي سره یې ليدلي. ښاغلي معنوي د نجونو د زده کړو په ګډون یو شمېر موضوعاتو په اړه د ښاغلي کرزي دریځ ستایلی و.

تر اوسه خپله حامد کرزي او يا يې دفتر د دغه سفر او لیدنو کتنو د موخې او جزئياتو په اړه څه نه دي خپاره کړي.

ښاغلی کرزی د ۲۰۲۱ اګست کې د تېر جمهوري دولت له نړېدو او د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته کابو شپاړس میاشتې بیا بیا له بهر تګ څخه تر ګرځول کېدو وروسته کابو دوې اونۍ وړاندې اماراتو او له هغه ځایه جرمني او ترکيې ته په سفر ولاړ.

په دغو دریو واړو هېوادونو کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ په ګډون له ګڼو بهرنیو او افغان شخصیتونو سره ليدلي.