پاکستاني زوم خپلې ناوې ته کوټی (د خره بچی) په ډالۍ کې ورکړی

"زه خبر وم چې وریشه باندې کوټي ډېر ګران دي، نو ځکه مې د واده په ډالۍ کې یو ورکړ"

دا د یوه پاکستاني زوم اذلان شاه خبرې دي چې د خپلې ښځې وریشه په اړه یې کوي او نن سبا یې پر کیسه پر خواله رسنیو بحث روان دی.

هغه پر خپل انسټاګرام لیکلي وو چې خپلې ناوې ته یې د واده په ډالۍ کې د خره بچی ورکړی دی.

اذلان شاه د هغې شېبې ویډیو او عکسونه هم پر خواله رسنیو خپاره کړي چې وریشه ته یې کوټی ورکاوه او ورته وایي، "په ډالۍ کې خر ولې چا ته ورکړل شي؟"

او ځواب هم په خپله ورته وايي، "ځکه چې یو خو ستا خوښېږي او بله دا چې په نړۍ کې تر ټولو زیارکښ او مینه ناک ځناور دی"

وروسته یې ښځه ورته وایي، "پرې به دې نه ږدم چې یوازې خر و اوسې"

بیا دواړه خاندي او وايي، "هیله ده چې زموږ دا خبره ریشخند نه کړئ"

اذلان شاه همدا راز ویلي چې دی له ژویو سره ډېره مینه لري او دا کوټی یې له خپلې موره نه دی بېل کړی بلکې هغه هم ورسره ده.

"ما سره د عادي‌ نجلۍ ګوزاره نه کېده"

بي بي‌ سي سره په خبرو کې اذلان شاه وايي، "ما ځکه له وریشه سره واده وکړ چې له حیواناتو سره یې مینه ده. کنه نو زه خو کله له مارانو سره یم، کله له تمڅاګانو او یا هم څرمښکیو سره. ما سره د نورو نجونو ګوزاره سخته وه. دې ما ته یوه ورځ‌ ویلي وو چې کوټی یې خوښېږي. د هغې دا خبره مې ښه په زړه وه. جالبه دا چې زما د مور هم د خره بچی خوښېږي"

اذلان وايي چې کوټی او د هغه مور یې په دېرش زره کلدارې له یوه دوبي اخیستي دي او په خبره یې، "اوس دوی له خوارۍ خلاص دي، دلته به مزې کوي. خوري او څښي به او موږ سره به لوبې کوي"

دغه زوم وايي، "ځینې خلک مې ستايي چې نوی کار دې کړی دی. خو زما ځواب ورته دا وي چې په دې کې نوي څه دي؟ هغه یو ژوی دی، باید وساتل شي. خو زه پوهېدلم چې ځینې خلک به ټوکې راپورې جوړوي او راپورې خاندي به. خو ښځې مې فکر هم نه و کړی چې زه به د واده په ورځ کوټی په تحفه کې ورکوم".

اذلان شاه زیاتوي چې ملګرو او خپلوانو یې له اوله ویل چې "دا سړی به خامخا یو نادر څه کوي. موږ خو ان د نکریزو ورځ هم په سفاري پارک کې له پيلانو سره تېره کړې وه"

دی وايي چې خپلې ښځې ته یې د واده په ورځ وویل، "ګوره زه دا له زړه درکوم،‌ زما د خوښې ژوی دی، راپورې خاندې به نه"

خو وايي، اوس یې خپل موبایل ګل کړی او نه هم پر خواله رسنیو د خلکو خبرې لولي چې څه ورته لیکي، بلکې له خپل ژونده خوند اخلي.

ځينو پر خواله رسنیو دغه کیسه ستایلې او ځينو اذلان رټلی

اذلان وايي، "که پر خواله رسنیو څوک ما ته هم خر ووايي،‌ زه به هغه هم یوه ستاینه وګڼم، ځکه چې خر ډېر محنت کوي، ډېر بېچاره دی او د هر چا لپاره کار کوي، زیارکښه دی. دا به د نړۍ لومړنی خر وي چې په دومره مینه او نازونو پالل کېږي، ښځه مې وايي چې هېڅکله به یې خرګاډي ته ورنه کړي"

دا تازه واده کړې جوړه اوس دغه کوټي ته په نوم پسې ګرځي چې یو ښه نوم ورباندې کېږدي او د وریشه بیا د مفن نوم خوښ دی چې یو ډول وړوکی کیک دی.

که څه هم اذلان شاه ‌په خپله ویډيو کې له خلکو هیله کړې وه چې "ټوکې دې نه ورپورې جوړوي او ورپورې خاندي دې نه"، خو د هغه د واده داسې نادرې ډالۍ ته خلک حیران دي.

پر خواله رسنیو یې ځينو ستاینه کړې او ځينو ټوکې ورپورې جوړې کړې دي.

یوه ورته لیکلي، "ښځو ته خو هسې هم خپل مېړونه خره ښکاري،. نو داسې د ځان په عذابولو اړتیا نه وه، بس یو دوه میاشتې صبر به دې کړی و"

د معاذ صدیقي په نوم بل ورته لیکلي، "بس که وروره، داسې شرطونه مه راته ډېروه چې سبا یې پوره کولی نه شو"

د کهشکان په نوم یوې لیکلي، "که اذلان تر خره پرته بل څه ډالۍ کې نه ورکول نو لږ تر لږه د واده په ورځ خو به یې داسې نه کول، کومه بله ورځ به یې ورکړی و"

خو رابعه خان ورته لیکلي، "تر ټولو ښکلی پوسټ مې ولید. هیله ده په کمنټونو کې کرکه مه خپروئ. تاسې دواړه دې خدای خوشاله لري"

لیلا نومي ورته لیکلي، "وریشه ته د اذلان له لوري د کوټي ورکول هم خندوونکې او هم ښکلې ډالۍ ده. ښه خبره خو دا ده چې ښکاري، دوی دواړو دا کوټی په فرزندۍ اخلي"

د مومل په نوم د ټوېټر یوې بلې کاروونکې بیا هغه کسان غندلي چې په دوی پورې یې ټوکې جوړې کړې او دا کیسه یې ریشخند کړې. هغې لیکلي، "زه په ریښتیا هم د دې په کتو ډېره خوشاله شوم چې هره نجلۍ هم د سرو او سپينو زرو غوښتونکې نه ده. کورنۍ ژوی یوه عالي ډالۍ ده. اوس د دې اړتیا ده چې احساساتو ته ارزښت ورکړو خو افسوس چې دلته د انسان د ژوند پروا هېڅوک نه لري، هغه خو بیا هم بې ژبې مخلوق دی"