تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین لاریونونو کې د ځوانانو ونډه
په چین کې تیره اونۍ یو نوی نسل راڅرګند شو. زیاترو یې په لومړي ځل عامو لاریونونو کې ګډون کاوه.
دوی سړکونو ته وتلي وو چې د کوویډ صفر کولو پالیسي څخه د خلاصون غوښتنه وکړي، دغه تګلاره نژدې درې کلونه کېږي چې په دغه هېواد کې پلې کیږي.
په شانګهای کې، لاریونیان په سر کې غلي وو. دوی د چین په لویدیځې سیمې شینګجیانګ کې په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې قربانیانو ته د درناوي لپاره راټول شوي وو. د ډېرو په باور د کوویډ په تړاو لګول شویو تګلارو، د اور له لمبو د قربانیانو د تیښتې مخه نیولې وه.
دوی خپل خپګان د پولیسو تر سختو امنیتي تدبیرونو لاندې څرګند کړ، سپین کاغذونه یې د اعتراض په توګه پورته کړل، د ګلو ګېډۍ یې کېښودې او چوپ پاتې شول.
وروسته بیا ځینو نارې پیل کړې: "ازادي! موږ ازادي غواړو! بندیزونه پای ته ورسوئ "
د شپې په تېرېدو سره د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوه. په ځايي وخت د یکشنبې په ورځ دوی شعارونه ورکول: "شي جین پینګ، ګام اوچت کړئ، شی جین پینګ، ګام اوچت کړئ!"
یو شاوخوا شل کلن ځوان وايي کله یې چې دغه شعارونه واورېدل نو له خپلې کوټې سړک ته راووت. "ما په انلاین ډول ډېر کسان لیدلي چې غصه وو، خو هېڅوک مې نه وو لیدلي چې د لاریون لپاره سړک ته راووځي.''
هغه خپله کمره راواخیسته او هغه څه یې ثبت کړل چې فکر کوي تاریخي شیبې دي. "زه ډیر خلک وینم ، پولیس، زده کونکي، زاړه خلک او بهرنیان، دوی د بېلابېلو نظرونو خاوندان دي، خو لږترلږه کولای شي خبرې وکړي. "دا راټولېدل یوه ځانګړې معنی لري او زه فکر کوم دا به زما لپاره یوه قیمتي شیبه وي."
د ګڼې ګوڼې له څنډو یوې ځوانې ښځې وویل، دا په زړه پورې خو نازکې شیبې دي. هغې بي بي سي ته وویل: "ما په خپل ژوند کې په چین کې داسې څه نه دي لیدلي."
د زړو څارونکو لپاره دغه سیاسي لاریونونه، هغه څه دې چې له لسیزو راهیسې نه دي لیدل شوي او ډېرو ته یې په ۱۹۸۹ کې د تیان ام من ډګر لاریونونه ور یاد کړل، هغه مهال هم زده کوونکو د لاریونونو مشري کوله او د لا ازاد چین غوښتونکي وو.
خو ځینې وايي چې اوسنی نسل تر ډېره په دې نه پوهیږي چې هغه لاریونونه څنګه په خونړي برید کې پای ته ورسېدل.
د بشري حقونو چینايي څارونکی یاکیو وانګ وايي: "د ځوانې مفکورې جوړښت په دې معنی دی چې د دردمنې حافظې له بار او وېرې پرته، ځوانان سړک ته راوتلي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي."
خو د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه وین ټي سونګ وايي، زیاتره ځوانان په دې باور دي چې دوی د چینایي سیسټم او د هغو قواعدو ته څومره پام کوي.
زیاتره هغه کسان چې له بي بي سي سره یې خبرې کولې او یا په انلاین بڼه تصویرونو کې لیدل کیږي وايي، دوی غواړي هیواد یې پرمختګ وکړي.
لاریونکوونو په وار وار د چین ملي سرود غږاوه. په ځانګړې توګه هغه برخه چې خپل خلک هڅوي "پاڅېږه! ودریږه! ولاړ شه!" او د خپل هیواد دفاع وکړه.
د چین اوسېدونکی سونګ وايي، هغه څه چې ښيي دا نسل په رښتيا سره توپير لري، د هغوی سخته وطنپالنه ده ځکه دوی د چين د عروج په زمانه کې لوی شوي دي.