ایټالیا کې ځمکښویېدو کورونه او ګاډي سمندر ته ښویولي
د ایټالیا سوېل کې نپلز ته څېرمه ایشیا ټاپو کې درنو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو له کبله ګڼ کسان ورک شوي او د مړینې وېره یې په ډېرېدو ده.
په سیمه کې بارانونه د ځمکې ښویېدو لامل شوی چې په ټاپو کې لسګونه کورونه ورسره ښویېدلي دي.
پر کورونو سربېره، ونې او ګاډي هم پر لار ورسره ښویېدلي او سمندر ته ور شېوه شوي دي.
رپوټونه وايي د یوې مېرمنې مړی موندل شوی چې تر خټو لاندې پټ شوی و او د نورو تري تم شویو لټون روان دی.

د عکس سرچینه، EPA
د ټاپو یوې اوسېدونکې لیزا موشیارو د ایټالیا خبري اژانس (انسا) ته ویلي "ګهیځ درې بجې شاوخوا مو لوړ غږونه واورېدل، چې د تالندې غوندې وو، بیا د ځمکې لومړۍ ښویېدنه پیل شوه بیا دویم ځل وېردوونکې ځمک ښویېدنه وشوه".

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر متیو بانیتدوسي خبریالانو ته ویلي وضعیت کړکېچن دی او باوري یو چې تري تم شوي خلک به تر کنډوالو لاندې وي.
په سیمه کې شپږو ګړیو کې کابو ۱۵ سانتي متره بارانونه شوي دي.
دا سیمه له څو ورځو راهیسې د بارانونو شاهده وه، د هوا پېژندنې چارواکو د باراني هوا او بادونو خبرداری ورکړی و.
د پنجشنبې په ورځ دوه کسان د ناسمې هوا له کبله مړه شوي وو. یو ارجنټاینی سیلګر هم ډوب شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو د سیمې له استوګنو غوښتي چې له اړتیا پرته له خپلو کورونو راونه وځي.
د زېربنايي چارو وزیر متیو سلویني مخکې ویلي وو، چې سیمه کې اته کسان مړه شوي.
خو د کورنیو چارو وزیر وروسته وویل چې یو کس د ځمکې ښویېدو کې وژل شوی دی.
ایشیا ټاپو د رختصیو پرمهال د سیلګرو تر ټولو د ګڼې ګوڼې ځای دی. دا ټاپو د سپین سمندر په شمال کې پروت دی.










